افغانستان ترکمنستان ته ۱:۳ ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFF
Image caption افغان فوټبال لوبډله په تېرو څو کلونو کې په اسيايي لوبو کې ښه ځلېدلې ده

د اسيا چلنج کپ فوټبال سياليو کې افغانستان په بي ګروپ کې ترکمنستان ته ۱:۳ ماته ورکړه.

دا په دغو سياليو کې، چې په مالډيپ کې روانې دي، د افغان فوټبال لوبډلې دوهمه لوبه وه.

د پنجشنبې ورځې دغه لوبه چې د باران له درانه اورښت سره مله وه، افغان لوبډله په کې ښه وځلېده.

د لوبې لومړۍ نيمه کې چې باران اورېده، تر ورستيو شېبو دواړې لوبډلې په کوم ګول ونه توانېدې، خو په وروستۍ اضافي دقيقه کې افغان لوبغاړي اسلام اميري د خپل هېواد په ګټه ګول وکړ.

په لومړۍ نيمه کې په خپل ګول سره افغان لوبډله دوهمې نيمې ته په لا زيات ځواک ورښکته شوه.

باران به بيا هم کله تېز او کله ورو شو، خو افغان لوبغاړي داسې ښکارېدل چې د لوبې ګټلو پوره تکل لري.

په دوهمه نيمه کې ترکمنستان هم د کارنر له لوري پر افغان ګول فشار راوړ.

د افغان لوبډلې په لومړي بدلون کې مصطفی ځاځی د بريدګر بلال ارزو لوبغالي ته ښکته شو.

د دوهمې نيمې په ۶۰ مه کې د افغانستان ارش هاتفي د پنالټۍ سيمې له دننه په زورور شوټ سره د خپلې لوبډلې په ګټه دوهم ګول وواهه.

خو د افغانستان له دوهم ګول ۳ دقيقې وروسته ترکمنستان هم ګول وواهه.

په دوهم بدلون کې د افغان لوبډلې سنجر احمدي د يوسف مشرقي پر ځای لوبې ته ښکته شو.

د دوهمې نيمې په ۲۸ دقيقه کې چې سنجر احمدي د ترکمنستان ګول پر لور ورځغستل، ترکمن ګول ساتونکی قربانوف مخکې راووت او د احمدي توپ يې وګرځاوه، خو بحریني لوبڅاري سور کارت ورښود، او لوبې يې وايست، چې ترکمن لوبډله ورسره ۱۰ کسيزه شوه.

د لوبې تر اتيايمې دقيقې، پايله د افغانستان په ګټه ۱:۲ وه.

خو وروسته د ترکمنستان دوهم لوبغاړی هم له لوبې وايستل شو، چې لوبډله يې ورسره نهه کسيزه شوه.

ترکمنستان چې خپل درې بدلونه کړی وو، د ګول ساتونکي له لاسه ورکولو سره احتیاطي ګول ساتونکی نه شوی ښکته کولی، نو د دفاع يو لوبغاړی اړ چې د ګول ساتنې دنده پر غاړه واخلي.

د ترکمنستان دا ستونزې د افغانستان په ګټه شوې، او ويې کړی شول د لوبې ۸۵ دقیقه کې د فيصل ښايسته په درېيم ګول پايله لا په خپله ګټه کړي، چې لوبه هم ورسره بيا پر همدې پای ته ورسېده.

افغانستان به په خپل ګروپ کې درېيمه لوبه د شنبې پر ورځ (د مې پر ۲۴ مه) له لاوس سره کوي، که يې لوبه په ښه پايله وګټله د خپل ګروپ مشري ساتلی شي.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له فيليپين سره له ګولونو پرته مساوي کړې وه.

ورته مطالب