'فعالیت ته په کتو به د کرېکټ پرېښودو پرېکړه کوم'

د انځور حقوق Getty
Image caption د هېواد د لوبډلې مشرتو ب کول د درناوي لامل دی. شاهد اپریدی

د پاکستان کرېکټ پخوانی لوبډلمشر شاهد اپریدی وايي، ښايي له ۲۰۱۵ وروسته یوه ورځنی کرېکټ پرېږدي او یوازې ۲۰ اوریزې لوبې به روانې وساتي.

لاهور کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل، خپل فعالیت ته په کتو سره به پرېکړه کوي، چې تر څه وخته لوبه روانه وساتي.

د نوموړي په وینا د نورو تجربه درلودونکو لوبغاړو په څېر ورته د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې خپل فعالیت خورا مهم دی.

د هغه په وینا هیله لري، چې د پاکستاني لوبډلې مشري وکړي. د نوموړي په خبره کپتاني کول کوم اسان کار نه دی او نه هم د کرېکټ بورډ له لوري لوبډلمشر ته کوم جایداد ورکول کېږي، خو وايي مهمه داده، چې د هېواد د لوبډلې مشرتو ب کول د درناوي لامل دی.

شاهد اپریدي په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې مشرتوب کاوه، خو ویسټ انډیز ته د پاکستان لوبډلې د سفر پر مهال یې له لوبغاړي وقاریونس سره د اختلاف له کبله اړ شو، چې کپتاني پرېږدي.

اوس چې اپریدی د لوبډلمشرۍ هیله لري، نو د ډلې روزونکی هماغه وقار یونس دی، چې دا وروستیو کې د دغې لوبډلې روزونکی ټاکل شوی دی.

د روزونکي په توګه د وقار یونس د ټاکل کېدو په اړه د خبرو پر مهال اپریدي وویل که دی خپله او وقاریونس له خپلو تېروتنو زده کړې و نه کړي، نو په اوسني حال به پاتې شي، خو وايي که غواړو، چې پرمختګ وګړو او د لوبډلې لپاره او د هېواد لپاره فکر وکړو، وايي باید تېر په هېر کړو.

د نوموړي په وینا کرېکټ باید له سیاسته ګوښی شي، بلکې وايي د کرېکټ له لارې د پاکستان او هند اړیکي ښه کېدای شي، ځکه د ده په وینا د دواړو هېوادونو کرېکټ مینه وال غواړي، چې لوبډلې دواړو هېوادونو کې له یوه بل سره لوبه وکړي.

ورته مطالب