د هندي سینما ستوري د کرېکټ په میدان کې

Image caption کولکتې تر دې وړاندې یو وار د اي پي اېل اتلولي ګټلې ده

د هندوستان د کریکټ غوره لیګ سیالیو په پایلوبه کې نن د مخکښ فلمي ستوري شاه رخ خان لوبډله "کولکته نایټ رایډرز" د بالیووډ د وتلې فلمي لوبغاړې پریټي زنټا له لوبډلې "کنګز ایلیون پنجاب" سره مخامخ ده.

دغه لوبه به د هند د بنګلور ښار په چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.

د کریکټ د شنونکو په اند کولکته د اي پي اېل په سږنیو لوبو کې په توپ اچونه کې بریالۍ ده او سیاله لوبډله یې پنجاب بیا په توپ وهنه کې تر نورو مخته ده.

د پریټي زنټا لوبډلې "کنګز ایلیون پنجاب" په لومړي ځل د اي پي ایل سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړې.

د شاه رخ خان لوبډلې "کولکته نایټ رایډرز" بیا تر دې وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د اوسني کپتان ګوتهم ګمبهیر په مشرۍ د اي پي ایل اتلولي ګټلې وه.

په سږني لوبیز کال کې دواړه لوبډلې درې ځل سره مخامخ شوي، دوه لوبې یې کولکتې ګټلي او یوه یې پنجاب.

د کولکتې لوبډله:

د کولکتې لپاره به په نننۍ لوبه کې د توپ وهونکي رابن اوتاپا لوبه خورا مهمه وي.

نوموړی د اي پي ایل سږنیو لوبو کې تر ټولو زیات ځلیدلی توپ وهونکی دی، او په ۱۵ لوبو کې یې تر دې دمه د ۵ نیمه سلیزو پر مټ ۶۵۵ منډې جوړې کړي.

د نوموړي تر څنګ د ورو توپ اچوونکي سونیل ناراین، یوسف پټهان او په خپله د کپتان ګوتهم ګمبهیر لوبه به د کولکتې لپاره ډیر ارزښت ولري.

کولکتې په نیمه پایلوبه کې پنجاب ته ماته ورکړې او په نننۍ لوبه کې به له روحي پلوه پر سیالې لوبډلې برلاسې وي.

د پنجاب لوبډله:

Image caption دا لومړی ځل دی چې د پنجاب لوبډله د اي پي اېل پایلوبې ته لار پیدا کوي

د اي پي ایل په روانو لوبو کې پنجاب تر نورو لوبډلو ډیره بریالۍ ده، په خپلو ۱۴ لوبو کې یې یوازې درې بایللي او د نمرو په جدول کې یې لومړی ځای خپل کړی و.

د اي پي ایل د سیالیو یوازینۍ لوبډله ده چې څلور ځل یې د سیالې لوبډلې لپاره له ۲۰۰ پورته هدف ټاکلی.

میکسویل د دې لوبډلې تر ټولو بریالی توپ وهونکی دی او تر دې دمه یې په ۱۴ لوبو کې ۵۲۲ منډې کړي.

په نیمه پایلوبه کې پنجاب خپلې سیالې لوبډلې چینای ته ۲۲۶ منډې هدف ټاکلی و.

د میکسویل، وریندر سهواګ او کپتان جورج بیلي لوبه به د پنجاب لپاره خورا مهمه وي.

ورته مطالب