"افغان" د کابل ښځينه فوټبال ليګ اتل شو

د انځور حقوق APdd
Image caption "افغان" لوبډلې په پايلوبه کې خپل سيال "ميهن" ته په ۴-۰ ماتې ورکولو اتلولي وګټله

د "افغان" فوټبال لوبډله د کابل ښځينه فوټبال غوره ليګ اتله شوه.

دغې لوبډلې وکړی شول چې د کابل ښځينه فوټبال غوره ليګ دوهمې پړاو پايلوبه کې "ميهن" لوبډلې ته په ۴-۰ ماتې ورکولو اتلولي وګټي. ‎

همدا لوبډله د دغه لیګ لومړي پړاو کې استقلال ته په ماتې ورکولو اتله شوې وه، او سږ کال هم وتوانېده چې دوهم ځل د کابل فوټبال دغه ښځینه اتلولي وګټي.

د افغان او ميهن دغو دوو لوبډلو لوبغاړې د افغانستان ښځينه فوټبال ملي لوبډله کې هم لوبېږي، له امله يې دواړې لوبډلې توانېدلې چې د خپلو دغو لوبغاړو نه په ګټه خپل نور سيالان مات او پايلوبې ته ځان ورسوي.

د کابل فوټبال غوره ښځینه لیګ لوبې څه د پاسه دوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې.

د لیګ دغو سياليو کې اتو لوبډلو سره سيالۍ کولې او د څلورو لوبډلو په دوو ګروپونو کې سره ويشلې شوې وې.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون ښځينه کمېټې مشره هاجر ابو الفضل وايي کمېټې يې د سپورټي مېرمنو د لا نورې هڅونې او پرمختيا لپاره غوره ښځینه فوټبال ليګ جوړ کړی، چې له همدې لارې د ښځو لپاره د لا ډېرو او مسلکي سياليو چاپېريال برابر کړي.

دې همداراز ويلي د دغه لیګ په پيل سره دوی توانېدلي چې لا ډېرې ښځې فوټبال لوبو ته ورجلب کړي، او ښځينه فوټبال ليګ توانېدلی چې ان د لوبېدونکو نجونې کورنۍ هم لوبغاليو ته وروکاږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون ښځينه کمېټې له ۲۰۰۳ کال راهيسې د ښځينه فوټبال فعاليتونه پيل کړي دي.

Image caption د پايلوبې دواړو لوبډلو لوبغاړې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله کې لوبېږي

څو کاله یې يوه يا دوې لوبډلې لرلې، خو په تېره نژدې موده کې ښځينه فوټبال ته د نجونو او د هغوی د کورنيو پام ورزيات شوی، او دا کمېټه توانېدلې چې په کابل، بلخ، هرات او سرپل کې خپل لوبيز فعاليتونه لا پراخ کړي.

خو د افغانستان پښتون مېشتو ولايتونو کې ښځينه فوټبال په ځانګړي ډول او لوبې او سپورت په عمومي ډول تتې او نژدې په نشت شمېرل کېږي.

تر ډېره ګوته دې ته نيول کېږي چې نه چارواکي او نه هم په خپله پښتانه ښځينه سپورت او لوبو ته جدي پاملرنه کوي.

ورته مطالب