روسيف: برازيل د فوټبال نړیوال جام ته چمتو دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د فوټبال د نړیوال جام لومړۍ لوبه د کوربه برازيل او کرويشيا ترمنځ ده

د برازيل ولسمشرې ديلما روسېف وايي هېواد يې د سې شنبې پر ورځ د فوټبال پيلېدونکي نړیوال جام ته چمتو دی.

ولسمشرې په يوه تلويزيوني وينا کې وويل شته اندېښنې د برازيليانو د پرېکړې له امله له ماتې سره مخامخ شوې.

دې په نړیوال جام د زيات لګښت له امله شوې نيوکې رد کړې او پر دغو سياليو د يو ميليارد ډالرو لګښت څخه يې دفاع وکړه.

برازيل له تېر يو کال راهيسې پر نړیوال جام د زيات له لګښت له امله د مظاهرو شاهد و او خلکو غوښتل چې دغه پیسې بايد پر روغتيا او زده کړو لګېدلې وای.

د ځمکې لاندې لارې (مېټرو) د کارکوونکو اعتصاب چې اوس هم روان دی ښايي په ساو پاولو کې د پرانستې او په ري يو دي ژنيرو کې د پای مراسم اغېزمن کړي.

د فوټبال د نړیوال جام د ځايي تنظيموونکې کمېټې مشر ريکارډو ټرېډ بي بي سي ته ويلي: ((په داسې حال کې چې اعتصاب به يوه وړه ستونزه وي، خو برازيل به چمتووالی نيسي او د لوبغالي دننه به ننداره وي)).

د سياليو له پيل وړاندې د خبرو پر مهال ولسمشرې روسېف وويل په لوبغالو کې د بيارغونې کارونه به نندارچيان و نه هڅوي چې د دغو سياليو له ليدو بې برخې شي.

دې وويل د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کال ترمنځ د روغتيا او زده کړو په برخه کې پانګونه د لوبغالو له جوړېدو څو چنده زياته وه.

د برازيل نړیوال جام لوبې به سبا سې شنبه د ساو پاولو په څنډو کې د کوربه برازيل او کرويشيا ترمنځ د اتاکوراو په لوبغالي کې پيل شي.

په هر صورت لا هم د پرانستونکې لوبې په لوبغالي کې د رغونې چارې روانې دي

ورته مطالب