د ۲۰۱۴ فوټبال نړیوال جام لوبې نن پيليږي

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption د نړیوال جام سيالۍ چې کابو يوه مياشت به روانې وي د نړۍ ۳۲ لوبډلې په کې لوبېږي

د اولمپيک له لوبو وروسته د نړۍ د فوټبال تر ټولو سترو سياليو پيل نن د کوربه هېواد برازيل او کروشيا ترمنځ په لوبه کېږي.

په دغه نړیوال جام کې اسپانيا له خپلې اتلولۍ دفاع کوي او دا دويم ځل دی چې برازيل د فوټبال د نړیوالو لوبو کوربه دی.

د نړیوال جام سيالۍ چې کابو يوه مياشت به روانې وي د نړۍ ۳۲ لوبډلې په کې لوبېږي، چې په اتو ګروپونو وېشل شوي دي.

تر دې وړاندې د برازيل ولسمشرې ډيلما روسيف ويلي و، هېواد يې له نن څخه پيلېدونکو فوټبال نړیوالو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

پر تلوېزيون د خبرو پر مهال هغې وويل(د لوبغالو دننه او بهر) په دواړو ځايونو کې يې هېواد د نړيوال جام لپاره چمتو دی.

تر اوسه تر ټولو د ګران بيه نړیوال جام پر ضد له تېر يوه کال راهيسې ځو ځله مظاهرې شوي او د ساو پاولو په لوبغالي کې چې د نړیوال جام پرانستې لوبه په کې کېږي، لا هم کار روان دی.

د ښار تر ځمکې لاندې لارو سيستم (مېترو) کارکوونکو لا له وړاندې د اعتصاب خبرداری ورکړی، خو چارواکي وايي دا پر نړیوالو لوبو اغيز نه شي لرلای.

د انځور حقوق AFP
Image caption ارجنټاين په ليونل ميسي حساب کوي او د جام د ګټلو هيله يې بولي

د برازيل د نړیوال جام لوبو نه يوازې درې ورځې وړاندې د ساو پاولو د مېترو کارکوونکو مظاهره او اعتصاب وکړ، چې د دغه ښار ترانسپورتي سيستم په کې ګډوډ شو.

د مېترو کارکوونکي په خپلو تنخواوو کې د ۱۲ سلنې زياتوالي غوښتنه کوي.

د بي بي سي راډيو او تلويزيون د برازيل د نړیوال جام د ګټونکې لوبډلې په اړه د فوټبال د پوهانو اندونه او نظرونه راغونډ کړي.

ګيري لينيکر

زما په فکر د ليونل ميسي وخت راغلی او د هغه مخه نيول سخت دي. زما په خيال دا نړیوال جام د ارجنټاين دی. سره له دې چې د دوی دفاع کمزورې ده، خو د اليياندرو سابيلا په څېر يو ښه روزونکی لري او له هغه سره څو ښه بريدګر لوبغاړي شته. د دوی ګروپ هم اسان دی او دوی په اسانۍ سره کولای شي مخکې ولاړ شي.

کرس وېډل

اسپانيا او ارجنټاين به د نړیوال جام ګټلو ته ډېر ورنژدې شي. خو بری د برازيل دی، ځکه له دوی سره قوي لوبغاړي دي. که دوی پاتې راشي نو ډېرې پوښتنې به راولاړې شي، ځکه د برازيل ډېر خلک دغلته د نړیوال جام پر لوبو خوښ نه دي او د دوی په فکر پيسې بېځايه لګول کېږي.

ايلن شييرا

زما په فکر بری د برازيل په خوا دی. دغه هېواد د کنفدرېش جام هم ګټلی او دوی سره لويز فلپ سکولارې هم شته چې مخکې يې هم دوی ته نړیوال جام ګټلی. که نيمار د تېر کال په څېر لوبه وکړي نو له برازيل سره د بري ښه چانس شته.

فل نيويل

ما ته داسې ښکاري چې دا ځل حالات د جنوبي امريکا لوبډلو په لوري دي او له همدې امله ارجنټاين زما د خوښې لوبډله ده. د دوی لوبډله متوازنه ده او له دوی سره د ميسي په څېر يو غوره لوبغاړی شته.

پييټ نيون

په جنوبي امريکا کې د لوبېدو هدف دا دی چې اروپايي لوبډلې بايد د خپلې لوبې طرز بدل دي. اسپانيا د کنفدرېشن جام کې په اروپايي طرز لوبه وکړه، خو د دوی لپاره اغيزمن نه وو. دوی ته په کار ده چې په دې جام کې د لوبېدو نوی طرز خپل کړي. برازيل ډېره ښه لوبډله ده او دا چې دوی په خپل هېواد کې لوبېږي نو دا دوی ته يو امتياز دی.

روبي سيويج

د انځور حقوق Reuters
Image caption د برازيل ډېرې هيلې په تکړه لوبغاړي نيمار پورې تړلې دي

زه يوازې د ميسي له امله د ارجنټاين ملاتړ نه کوم، بلکې له دوی سره سرجيو اګوييرو په څېر ښه بريدګر لوبغاړي شته. په دفاعي برخه کې هم له دوی سره ښه لوبغاړي شته.

بريډ فريډيل

ما ته له برازيل پرته بله لوبډله ښه په نظر نه راځي. ماته معلومه ده چې دا يو اسانه انتخاب دی، خو له برازيل سره پياوړي لوبغاړي هم شته. هغوی له موسمي حالاتو سره هم ښه بلد دي او له يوه ښار نه بل ښار ته د لوبېدو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري. له دوی سره د ډېرو خلکو هيلې تړلې دي او کله چې دوی لوبې ته راښکته کېږي، نو له دوی نه يوازې د ګټلو تمه کېږي.

مارټن کييون

زه د کنفدرېش جام لوبو پر مهال د برازيل په روزنيز کمپ کې وم. دوی دومره ډېر مينوال لرل چې زه يې هک پک کړم. له برازيل سره ډېره پياوړې لوبډله ده. نيمار د دغو سياليو ځلاند لوبغاړی دی.

ورته مطالب