فوټبال: ايټاليا او کوستاريکا لوبې وګټلې

کوستاريکا د انځور حقوق AP
Image caption د پنځم ګروپ يوه لوبه، چې د نن ورځې دريمه لوبه کېږي د سويس او ايکوادور ترمنځ ده

په برازيل کې د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام لوبې د جون پر ۱۲مه پيل شوې. دغه لوبې چې يوه مياشت به روانې وي ۳۲ هېوادونه په کې له يو بل سره سيالۍ کوي.

اروپايي هېواد اسپانيا د تېر نړیوال جام اتله لوبډله ده او دا ځل له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د نړیوال جام ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو وېشل شوي دي.

د څلورم ګروپ په لومړۍ لوبه کې چې نن يکشنبه (۱۵، جون) سهار وختي وشوه کوستاریکا يوروګوای ته درې يو ماتې ورکړه.

په بله لوبه کې ايټاليا بيا انګلستان له مخې لرې کړ او دوه يو يې لوبه ترې وګټله.

د پنځم ګروپ يوه لوبه، چې د نن ورځې دريمه لوبه کېږي د سويس او ايکوادور ترمنځ ده.

د شنبې په ورځ (۱۴، جون) د دريم ګروپ په لومړۍ لوبه کې کولمبيا يونان ته درې صفر ماتې ورکړه او نن (۱۵، جون) د شپې له ۱۲ بجو وروسته آيوري کاسټ جاپان دوه د يو په مقابل کې په ګونډو کړ.

تېره ورځ (۱۴، جون) د دويم ګروپ لوبډلې هالنډ په يوه حيرانوونکې لوبه کې نړیوالې اتلې لوبډلې اسپانيا ته پنځه يو ماتې ورکړه او چلي بيا په استراليا درې ګولونه وکړل او يو ګول يې وخوړ.

برازيل

لومړي ګروپ کې مکسيکو کاميرون ته يو صفر ماتې ورکړه او درې پواينټونه/ نومرې يې واخيستلې.

د نړيوال جام د پيل لوبه (۱۳، جون) لومړي ګروپ کې، کوربه برازيل درې يو کروشيا له مخې لرې کړه او په مقابل کې يې کروشيا يو ګول وکړ.

په دغه لوبه کې لومړی ګول کروشيا وکړ، خو وروسته د برازيل نوموتي لوبغاړي نيمار نه يوازې دا چې لوبه يې مساوي کړه بلکې يو بل ګول يې هم وکړ. دريم ګول بل برازيلي بريدګر وکړ.

برازيل، هالنډ، مکسيکو، چلي، کولمبيا، کوستاريکا، آيوري کاسټ او ايټاليا خپلې لوبې ګټلي او درې، درې نومرې لري.

سبا دوشنبه (۱۶،جون) د پنځم ګروپ چې يوه لوبه يې نن کېږي، شپږم اووم او اتم ګروپ لوبې پيلېږي.

په پنځم ګروپ کې به د فرانسې لوبه له هندرواس سره وي او شپږم ګروپ کې ارجنټاين له بوسنيا سره مخامخېږي.

د سبا بله لوبه په اووم ګروپ کې د جرمني او پرتګال ترمنځ ده.

ورته مطالب