د مکسيکو او برازيل لوبه مساوي ختمه شوه

د انځور حقوق AP
Image caption د پرتګال او جرمني لوبه يو طرفه وه او جرمني سيالې لوبډلې ته څلور صفر ماتې ورکړه

د برازيل د ۲۰۱۴ نړیوال جام په يوه لوبه کې د مکسيکو د ګول ساتونکي ښې لوبې د تکړه لوبډلې برازيل د برياليتوب مخه ونيوله.

د دغو اتلوليو د پيل پر مهال د برازيل روزونکي ویلي و، چې لوبډله يې د نړیوال جام ګټلو لپاره يوازې اووه ګامه لرې ده.

برازيل په دوو لوبو کې څلور پواينټونه/نومرې لري او د فوټبال د لوبو پوهان وايي دويم پړاو ته په تلو کې به دغه لوبډله ستونزه و نه لري.

برازيل په لومړۍ او دويمه نيمه کې څو ځلې د مکسيکو پر ګول بريدونه وکړل، خو د مکسيکو ګول ساتونکي اوچاوا لږترلږه پنځه هغه ګولونه ونيول، چې کېدای شول په ګول بدل شي.

د اوچاوا همدا په زړه پورې لوبه د دې لامل شوه، چې لوبه پرته له کوم ګول نه مساوي پای ته ورسېږي.

روس او جنوبي کوريا

په برازيل کې د نړیوالو لوبو په ترڅ کې د جنوبي کوريا او روسيې ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده. دواړو لوبډلو يو يو ګول وکړ.

د جنوبي کوريا او روسيې لوبډلو ترمنځ لوبه ډېره توده نه وه او د يو پر بل ګولونو له څو بريدونو ور اخوا يې دفاعي حالت غوره کړ ی و.

د لوبې په لومړۍ نيمايي کې د جنوبي کوريا يوه بريدګر لوبغاړي ته يو ښه پاس ورکړای شو، خو په ګول يې بدل نه شو کړای.

بلجيم او الجزاير

د نړیوال جام په يوه بله لوبه کې بلجيم الجزاير ته ۲-۱ ماتې ورکړه او د لوبو پيل يې ډېر ښه وکړ.

د لوبې په لومړۍ نيمايي کې الجزاير د تمې خلاف لوبه وکړه او يو ګول يې بلجيم ته ورکړ، چې د لومړۍ نيمايي تر پايه لوبه د الجزاير په ګټه وه.

د لوبې په پيل کې الجزاير دفاعي حالت غوره کړی و، خو بخت يې هغه مهال بيدار شو چې د بلجيم دفاعي لوبغاړي تېروتنه وکړه او د دوی په ګټه پنلټي اعلان شوه، چې صوفياني فغولي پرې ګول وکړ.

خو د لوبې په دويمه نيمايي کې بلجيم د خپلې لوبې طرز بدل کړ. په لومړي ګول يې لوبه برابره کړه او ورپسې يې دويم ګول وکړ، چې لوبه يې ورسره وګټله.

جرمني او پرتګال

د نړیوال جام په يوه بله په زړه پورې لوبه کې جرمي پرتګال ته په يوه اړخيزه لوبه کې ۴-۰ ماتې ورکړه.

د لوبې پيل خورا چټک و او د پرتګال وتلي لوبغاړي کرسټيانو رونالډو لومړی د جرمني پر ګول بريد وکړ، خو دفاعي لوبغاړو يې مخه ونيوله.

د لوبې ۱۵مه دقيقه وه چې د جرمني توماس مولر د پنلټي پر مټ لومړنی ګول وکړ.

توماس مولر په لومړۍ نيمايي کې بل ګول هم وکړ او تر څنګ يې بل جرمن لوبغاړي ګول وکړ او په لومړۍ نيمايي کې جرمني ۳-۰ مخکې و.

ورته مطالب