د اسپانيا اتله لوبډله له نړیوال جام ووته

د انځور حقوق Getty
Image caption اسپانيا خپله لومړۍ لوبه هالنډ ته پنځه د يو په مقابل کې بايللې وه

د برازيل د فوټبال په نړیوال جام لوبو کې د تېر نړیوال جام اتل اسپانيا خپله لوبه د چلي لوبډلې ته وبايلله او له دغو سياليو ووت.

چلي په ريو دي ژنيرو کې د دغې لوبې پر مهال اسپانيا ته دوه صفر ماتې ورکړه او په لومړي رونډ کې يې له دغو اتلوليو ووېست.

د فوټبال د نړیوالو لوبو په تاريخ کې د اپنځم ځل دی چې دفاعي اتله لوبډله د لوبو په لومړي پړاو کې له سياليو وېستل کېږي.

اسپانيا د دغې اتلولۍ په لومړۍ لوبه کې له هالنډ نه حيرانوونکې ماتې وخوړه او لوبه يې پنځه د يو په مقابل کې بایلوده.

د چارشنبې پر ورځ د لوبې په لومړنۍ نيمايي کې چلي تېزه لوبه پيل کړه او په لومړۍ دقيقه کې يې د اسپانيا پر ګول بريد وکړ، خو ګول نه شو.

د لوبې ۱۴ دقيقه وه چې اسپانيا ته د ګول وهلو لومړی فرصت برابر شو، خو په ګول بدل نه شو.

د اسپانيا د لوبډلې لوبه له هماغه پيله کمزورې وه او دا د لوبغاړو له لوبېدو بيخي جوت و.

هغه مهال چې په ۱۹مه دقيقه کې ايډوارډو وارګوس د چارلس اورنګويز په پاس ګول وکړ او مخکې شو، همداسې مخ وړاندې روان و.

د چلي بريدګرو لوبغاړو د اسپانيا پر ګول پر له پسې بريدونه وکړل او د دې ثمره يې له لومړۍ نيمايي لږ مخکې هغه مهال وليده چې ارانګويز دويم ګول وکړ.

دا ګول يو ځلې بيا د اسپانيا د کپتان او ګول ساتونکي د تېروتنې له امله وشو.

په دويمه نيمايي کې که څه هم د اسپانيا لوبډلې ښه لوبه وکړه او په ۱۵ دقيقو کې يې دوه خطرناک بريدونه وکړل، خو ډياګو کوسټا او سرجيو دواړه په ګول کې کولو کې پاتې راغلل.

هغسې چې لوبه پای ته په نژدې کېدو وه اسپانوي لوبغاړو خپل همت له لاسه ورکاوه او همدا وه چې اسپانيا د برازيل له نړیوال جام لوبو ووته.

دا لومړی ځل دی چې چلي د نړیوال جام او يا هم په يوه نړیواله لوبه کې اسپانيا ته ماتې ورکوي.

ورته مطالب