لويس سواريز يوروګوای ته لوبه وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption د انګلستان لوبډلې په دغه نړیوال جام کې خپلې دوه پر له پسې لوبې بايللي دي

په برازيل کې د نړیوال جام د څلورم ګروپ په يوه مهمه لوبه کې يوروګوای انګستان ۲-۱ ماتې ورکړه.

د پنچشنبې په ورځ په ساوپاولو کې په دغه لوبه کې د انګلستان د ليورپول کلب لپاره لوبېدونکي يوروګوايي بريدګر لوبغاړی لويس سواريز د دواړو لوبډلو ترمنځ بنسټيز توپير و.

لويس سواريز په لومړۍ نيمايي کې خپله لوبډله مخکې کړه او د دويمې نيمايي په وروستيو کې يې د بري ګول وکړه.

په دغه لوبه کې د يوروګوای لوبغاړو له پيله تېزه لوبه وکړه او د انګلستان پر ګول يې څو خطرناک بريدونه وکړل.

د انګلستان له لوري هم د ځوابي بريدونو لړۍ روانه وه، خو وين رونی درې ځله د ګول پر کولو بريالی نه شو.

يوروګوای خپل لومړنی ګول د لوبې په ۳۹مه دقيقه کې هغه مهال وواهه، چې سواريز د کاواني په پاس توپ د انګلستان پر ګول دننه کړ.

لومړۍ نيمايي کې يوروګوای له انګلستان يو ګول مخکې و او په دويمه نيمايي کې هم يوروګوای پر مخالف لوري بريدونه وکړل.

خو له دغو بريدونو سره سره انګلستان ګول وکړ او لوبه يې برابره کړه.

په ۷۵يمه دقيقه کې وين روني د جانسن په پاس ګول وکړ. دا په نړیوال جام لوبو کې د وين روني لومړی ګول و.

د لوبې له مساوي کېدو وروسته دواړو لوبډلو د يو بل پر ګولونو بريدونه وکړل او لوبه چټکه شوه. پر همدې وخت لويس سواريز په ۸۵يمه دقيقه کې د بري ګول وکړ.

له لوبې وروسته لوبغاړو سواريز په خپلو اوږو کيناوه او په لوبغالي کې د يوروګوای شاوخوا ۲۰۰۰۰ ملاتړو نندارچيانو په شور او ځوږ بدرګه کړ.

د انګلستان لوبډلې په دغه نړیوال جام کې خپلې دوه پر له پسې لوبې بايللي دي.

انګستان بل پړاو ته يوازې هغه مهال لار موندلی شي، چې کوستاريکا ته ماتې ورکړي او ايټاليا په خپلو راتلونکو دوو لوبو کې کوستاريکا او يوروګوای مات کړي.

خو که داسې وشي هم بيا بل پړاو ته د انګلستان د تللو لپاره پرېکړه د ګولونو په توپير کېږي.

ورته مطالب