اسپانیا او هالنډ خپلې لوبې وګټلې

Image caption د اسپانیا لوبډله د ګروپ مرحلې په لوبو کې له سیالیو بهر شوه

د فوټبال نړیوال جام لوبو په ۱۳مه ورځ د ګروپ بي څلور لوبډلې سره مخامخ وې.

په لومړۍ لوبه کې اسپانیا له اسټرالیا سره او په دویمه لوبه کې هالنډ له چيلي سره سیالي وکړه.

اسپانیا د ګروپ مرحلې لومړۍ دوه لوبې بایللې وې خو خپله درېیمه لوبه یې له اسټرالیا درې صفر (۳ـ۰) وګټله.

د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې د انیسټا په توپ ډیویډ ویا ښکلی ګول وکړ.

اسپانیا تر دې وړاندې په دوو لوبو کې خپل بریدګر لوبغاړی ویا نه و لوبولی.

دا ښایي د خپلې ملي لوبډلې لپاره د ډیویډ ویا وروستۍ لوبه وي. نوموړی کیدای شي له نړیوالو لوبو لاس په سر شي.

د لوبې په ۶۹مه دقیقه کې یو وار بیا د انیسټا په توپ دا ځل ټوریس ګول وکړ، او خپله لوبډله یې ۲-۰ مخته کړه.

د لوبې په وروستیو دقیقو کې ماټا درېیم ګول وکړ. ماټا د انګلستان غوره لیګ لوبډلې مانچسټر یونایټډ ته هم لوبه کوي.

اسپانیا که څه هم دغه لوبه وګټله خو د اسټرالیا تر څڼګ دوی هم د نړیوال جام له لوبو بهر شول او اوس به بېرته کورته ستنېږي.

د همدې ګروپ په بله لوبه کې هالنډ چیلي ته دوه صفر ماته ورکړه.

هالنډ د خپل ګروپ ټولې لوبې وګټلې او اوس د خپل ګروپ د سر لوبډله ده.

د هالنډ تر څنګ چیلي دویمه لوبډله ده چې د نړیوال جام د دویم پړاو لوبو ته یې لار وموندله.

د هالنډ له لوري لومړی ګول فر او دویم ګول په ۹۰مه دقیقه کې ډیپی وکړ.

ورته مطالب