فوټبال: ارجنټاین او نایجېریا دویم پړاو ته ولاړ

Image caption میسي د نړیوال جام په دریو لوبو کې تر اوسه څلور ګولونه کړي

د فوټبال نړیوال جام په نننیو (جون ۲۵) لوبو کې ارجنټاین نایجېریا ته ماته ورکړه او بوسنیا بیا له ایران نه خپله لوبه وګټله.

که څه هم نایجېریا خپله لوبه وبایلله خو په دغه ګروپ کې پر ارجنټاین سربېره نایجېریا دویمه لوبډله وه چې د دویم پړاو لوبو ته یې لار وموندله.

ایران او بوسنیا هرزګوینیا د نړیوال جام له لوبو بهر شول او دوی به کور ته ستنیږي.

ارجنټاین په لوبه کې نایجېریا ته ۳-۱ ماته ورکړه.

د لوبې لومړی لیونل میسي وکړ.

یوازې یوه دقیقه وروسته د نایجېریا لوبډلې لوبه ۱-۱ مساوي کړه.

د لوبې د لومړي نیمايي تر پای یوه دقیقه مخته د ارجنټاین لیونل میسي دویم ګول وکړ او خپله لوبډله یې ۲-۱ مخته کړه.

د دویمې نیمایي په پیل کې یو وار بیا د ارجنټاین موسی ګول وکړ او لوبه یې برابره کړه.

د ارجنټاین لپاره درېیم ګول د دوی بریدګر لوبغاړي روجو وکړ او بیا تر پایه د ارجنټاین لوبډله ۳-۱ مخته پاته شوه او دغه لوبه یې وګټله.

Image caption دا لومړی ځل دی چې بوسنیا په نړیوال جام لوبو کې کومه سیالي ګټي

له دغې لوبې سره هم مهال په بله سیالي کې ایران او بوسنیا سره مخامخ و.

په دې لوبه کې بوسنیا ایران ته ۳-۱ ماته ورکړه.

د بوسنیا له لوري جېکو، ژانېک او ورسجېوېک ګولونه وکړل او د ایران له خوا بیا یوازینی ګول ګوچه نېژاد وکړ.

ورته مطالب