فوټبال: د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو دویمه ورځ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هالنډ لوبډله په ۲۰۱۰ کال نړیوال جام سیالیو کې پایلوبې ته وتلې وه

نن (جون ۲۹مه) په برازیل کې د فوټبال د نړیوال جام لوبو ۱۸مه او د ۱۶ غورو لوبډلو د پړاو دویمه ورځ ده.

د مهالوېش سره سم به نن دوه لوبې ترسره شي.

په لومړۍ لوبه کې هالنډ له مېکسیکو سره مخامخ ده او په دویمه لوبه کې بیا کوسټاریکا او یونان سره سیالي کوي.

د هالنډ او مېکسیکو لوبه:

د هالنډ لوبډله تر دې وړاندې د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام سیالیو کې پایلوبې ته وتلې وه چې اسپانیا ته یې وبایلله.

په سږنیو اتلولیو کې لا تر دې دمه د هالنډ لوبډله ښه لوبېدلې.

لوبغاړي یې ټول روغ دي او په ننۍ لوبه کې هم د هالنډ لوبډله پر مېکسیکو برلاسې ګڼل کېږي.

هالنډ د رابن وین پرسي او ارجن رابن په څېر تکړه بریدګر لوبغاړي لري او په ننۍ سیالي کې به د دغو دواړو لوبغاړو لوبه د هالنډ لپاره خورا ډېر ارزښت ولري.

وان پرسي د یوې لوبې لپاره د فیفا (فوټبال نړیوال فدراسیون) له لوري ایستل شوی و خو د لوبډلې روزونکي وان هال ویلي چې په ننۍ لوبه کې به وان پرسي ونډه ولري.

بل اړخ ته د مېکسیکو لوبډله کې جاویر هرننډېز او رفایل مارکيز مهم ځای لري او د دغو دواړو لوبغاړو ښه لوبېدل د مېکسیکو د بریا لپاره اړین بلل شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption رابن وان پرسي د هالنډ تکړه بریدګر لوبغاړی دی

د فوټبال شنونکي او پنډتان په ننۍ لوبه کې د هالنډ لوبډله بریالۍ بولي.

د کوسټاریکا او یونان لوبه:

دا لومړی ځل دی چې د نړیوال جام په لوبو کې د کوسټاریکا او یونان لوبډلې سره سیالي کوي.

د کوسټاریکا لوبډله په سږني نړیوال جام کې تر دې دمه ډېره ښه ځلېدلې.

دغه لوبډله په داسې یوه ګروپ کې وه چې تر ټولو ګروپونو سخت ګڼل شوی و.

دوی د ګروپ مرحلې په لوبو کې ایټالیا او یوروګوای ته ماته ورکړه او له انګلستان سره یې خپله لوبه برابره کړه.

جوی کېمپبل، مایکل اومانا او کرسټیان بولانوز د کوسټاریکا لوبډلې د پام وړ لوبغاړي دي.

بل اړخ ته د یونان لوبډلې په لومړي ځل د نړیوال جام لوبو دویم پړاو یا د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې.

که یونان وکړای شي کوسټاریکا ته ننۍ لوبه کې ماته ورکړي نو دا به د دوی لپاره ستره لاسته راوړنه وي.

ورته مطالب