فوټبال: انګلستان ۲۳ افغان روزونکي روزلي

Image caption افغان روزونکي وايي د فوټبال په دغه کورس کې يې ډېر نوي تکتيکونه چې په نظري او عملي ډول ورښوول کېدل زده کړي دي

د برتانيا د فوټبال اتحاديې ۲۳ افغان روزونکو ته د فوټبال په برخه کې نوي تکتيکونه ورښوولي او ويلي يې دي چې دا لړۍ به روانه وي.

دغه روزنيز کمپ چې په دوبۍ کې جوړ شوی و ۱۲ نارينه او ۱۱ ښځينه روزونکو په کې برخه اخيستې وه.

د برتانيا د فوټبال ټولنې د بنيادي فوټبال د پرمختګ د برخې مشره ليس هووي وايي هيله لري چې روزل شوي روزونکي به زده کړي تکتيکونه نورو ته وښيي.

دا وايي: ((فوټبال د خلکو د يو ځای کولو په موخه يوه غوره وسيله ده. موږ له يو شمېر افغان روزونکو سره کار وکړ چې ښايي د فوټبال د ودې په برخه کې اغيزمن پرېوځي. موږ هيله من يو چې دوی به زده کړي مهارتونه په خپلو ټولنو کې په سمه توګه وکاروي)).

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال علي آغا زاده هيله مند دی چې افغان روزونکي به زده کړي تکتيکونه له ځوان نسل سره شريک کړي.

دی وايي: ((موږ پوهېږو چې د بنيادي فوټبال مهارتونه په ماشومانو کې د فوټبال د لوبې د ودې لپاره ډېر مهم دي او کولای شي د ښې راتلونکې په اړه هغوی تشويق کړي. موږ هيله لرو چې د کورس زده کوونکي ټول مهارتونه د افغان ځوانانو له راتلونکي نسل سره شريک کړي)).

افغان روزونکي چې په دوبۍ کې د برتانيا د فوټبال اتحاديې د متخصصينو له لوري زده کړې ورکړل شوې، ترلاسه شوې روزنه غوره بولي، وايي ډېر نوي تکتيکونه يې په کې زده کړي دي.

د دغه کورس یوې زده کوونکې حاجر ابوالفضل وويل زموږ زده کړه به وکړای شي د فوټبال په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

دا وايي: ((موږ ډېر څه زده کړل چې کولای شو په خپل هېواد کې ګټه ترې واخلو. موږ ته د فوټبال هر تکتيک په نظري او عملي ډول وښوول شو. موږ هيله لرو چې دا به وکړای شي افغانستان کې د بنيادي فوټبال په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راولي)).

افغانستان د فوټبال په برخه کې په وروستيو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي، چې د جنوبي اسيا هېوادونو اتلولي يې تر ټولو غوره لاسته راوړنه ده.

ورته مطالب