ارجنټاين او هالنډ نيمه پايلوبو ته ووتل

د انځور حقوق AFP
Image caption ارجنټاني د لوبې په لومړيو دقيقو کې وکړای شو سيالې لوبډلې ته ګول ورکړي

د برازيل د فوټبال اتلوليو په لړ کې جرمني، برازيل، ارجنټاين او هالنډ خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام نيمه پايلوبو/ سيمي فاينل ته وتلي دي.

د ۲۰۱۰ کال په نړیوال جام کې اسپانيا هالنډ ته ماتې ورکړه او که اوس هالنډ غواړي په دويم پرله پسې ځل پايلوبې ته ووځي، نو بايد ارجنټاين ته ماتې ورکړي.

تېره شپه په دريمه منځلوبه کې ارجنټاين بلجيم ته يو صفر ماتې ورکړه او په څلورمه منځلوبه کې هالنډ کوستاريکا ۵-۳ ګولونو په مقابل کې مات کړ.

د لوبې لومړۍ نيمايي کې په ۲۱مه دقيقه د هالنډي بريدګر لپاره د ګول کولو يو ښه فرصت په ګوتو ورغی، خو شوټ يې د کوستاريکا ګول ساتونکي راوګرځاوه.

په لومړۍ نيمايي کې لوبه تر ډېره د هالنډ په ولکه کې وه، خو ويې نه شو کړای ګول ووهي.

دواړو لوبډلو و نه شو کړای چې په ټاکلي وخت کې ګول وکړي، اضافي وخت ورکړای شو، بيا هم و نه توانېدل چې ګول وکړي او بلاخره خبره پينلټي شوټ ته پاتې شوه.

په پينلټي کې د هالنډ ګول ساتونکي وکړای شو، چې د کوستاريکا دوه توپونه له ګول کولو راوګرځوي.

ارجنټاين - بلجيم

تر دې وړاندې ارجنټاين بلجيم ته په يوه ګول ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې/ سيمې فاينل ته ووت.

دا په تېرو ۲۴ کلونو کې لومړی ځل دی چې د ارجنټاين لوبډله نيمه پايلوبې ته وځي، ځکه په تېرو دوو نړیوالو جامونو کې د ارجنټاين لوبډله په منځلوبو کې له سياليو وتلې وه.

له لومړي سره داسې برېښېدل چې لوبه به د ارجنټاين په ګته تمامه شي، ځکه له دغې لوبډلې سره د ليونل ميسي په څېر لوبغاړی و.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه خورا تېزه وه او د لوبې اتمه دقيقه روانه وه، چې د ارجنټاين بريدګر لوبغاړي ګول وکړ، چې همدا د بري ګول شو.

وروسته له دې دواړو لوبډلو د يو بل پر ګولونو بريدونه وکړل، خو ويې نه شو کړای چې په ګول يې بدل کړي.

په منځلوبه کې به برازيل له جرمني سره ولوبېږي او ارجنټاين به له هالنډ سره مخامخ شي.

ورته مطالب