د جرمني ګولونو برازیلي مینه وال وژړول

د انځور حقوق Getty
Image caption د برازیل ولسمشرې دیلما روزیف ویلي سخته خواشینې ده او د ماتې له کبله یې بښه غوښتې

په برازیل کې د ۲۰۱۴ کال فوټبال نړیوال جام نیمه پایلوبو کې جرمني برازیل ته سخته ماتې ورکړه چې په پای کې به له ارجنټاین یا هالند سره لوبه وکړي.

د برازیل فوټبال ملي لوبډلې مینه وال په نړیوالو اتلولیو کې هغه وخت هک حیران شول چې په یوې سختې لوبې کې جرمني اووه د یوه پر وړاندې سخته ماتې ورکړه.

دا د فوټبال نړیوالو اتلولیو د نیمه پایلوبو لومړۍ لوبه وه.

د برازیل ولسمشرې دیلما روزیف ویلي سخته خواشینې ده او د ماتې له کبله یې بښه غوښتې.

د برازیل د لوبډلې کپټان ډیویډ لویز د خپلې لوبډلې د لوبې له کبله بښنه غوښتې ده.

په جرمني کې بیا خلک سره راټول شوي وو او پر لویو سکرینونو یې په خوشحالۍ سره لوبه کتله. د برازیل د ټیم مدیر فلپ سکولاري رسنیو ته وویل: ((د دې بدې پایلې ذمه وار ټول ګڼل کېدای شي، خو هغه زه وم چې دا ټیم مې غوره کړ. موږ چې څه کولی شو هغه مو وکړل، موږ خپل کوښښ وکړ خو زموږ سیالۍ د جرمني په شان له یوه پیاوړي ټیم سره و)).

د جرمني ټیم په یوولسمه دقیقه کې لومړنی ګول وواهه، چا ګومان هم نه شوای کېدای، په یوولسمه دقیقه کې به د برازیل ټیم ته هغه څه ورپېښ شي چې پخوا یې هېڅ وخت شاهد نه و.

جرمني د سیالۍ په ۲۳ دقیقه کې دویم ګول، ۲۴مه دقیقه کې دریم، ۲۶ کې څلورم او په ۲۹ کې پنځم ګول وواهه.

د برازیل د ټیم روزونکي د ماتې پړه منلې له برازیلیانو نه یې بښنه غوښتې.

جرمني په لومړۍ نیمايي کې پنځه ګولونه وکړل.

د برازیل ټيم په دې سیالۍ کې د خپل کپټان تهیاګو سلوا او مخکښ پیاوړي لوبغاړي نیمار نه پرته دغه لوبه ترسره کړه.

تهیاګو په پرله پسې ډول په دو لوبو کې د ژیړ کارت په اخیستو سره ونه شو کولی چې په دې سیالۍ کې برخه واخلي. نیمار له کولمبیا سره په سیالۍ کې ټپي شو او له سیالیو بې برخې شو.

د برازیل لخوا آسکر د سیالۍ پایلې ته نژدې یو ګول وواهه.

د انځور حقوق AP
Image caption د برازیل د ټیم روزونکي د ماتې پړه منلې له برازیلیانو نه یې بښنه غوښتې

مرسیلو په ۱۶ ګولونو وهلو سره د برازیلي رونالډو نړیوال ریکارډ مات کړ او ځان ته یې د فوټبال په نړۍ کې نوې پاڼه پرانیسته.

د جرمني ۳۶ کلن لوبغاړی مراسیلو کلوز په دې سیالۍ کې دنړیوالو سیالیو کې تر ټولو ډېر ګولونه ووهل او نړیوال ریکارډ یې مات کړ، د کلوز دا څلورم ځل دی چې نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي.

دا د جرمني څلورم ځل و چې پایلوبو کې برخه اخلي پخوا درې پایلوبې یې بایللې وې.

جرمني ۲۴ کاله مخکې نړیوال جام ګټلی و، جرمني په تېر اتلسو کلونو کې کوم ځانګړی لقب هم نه و ګټلی، او اتلس کاله مخکې په ۱۹۹۶ کال کې یې د اروپا جام ګټلی و. پر چهارشنبې، د نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې هالنډ له ارجنټاین سره د سیالۍ ډګر ته وځي، چې بریالی ټیم به د راتلونکې یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې له جرمني سره ولوبېږي.

ورته مطالب