ریو ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption برازیلي چارواکي وايي تمه لري چې تر ۷۰ پورې د فوټبال مینه وال د جرمني او ارجنټاین ترمنځ د پایلوبې نندارې ته برازیل ته ورشي.

په برازیل کې د فوټبال د نړیوال جام پایلوبه سبا یکشنبه (چنګاښ/سرطان ۲۲مه) د جرمني او ارجنټاین د لوبډلو ترمنځ په مراکانا لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دې سیالۍ لپاره د برازیل چارواکو سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې دا به د ریوډیوجینرو ښار په تاریخ کې تر ټولو سخت او پراخ امنیتي تدابیر وي.

په دې هکله له برازیله د بي بي سي خبریال جولیا کارنیرو په خپل رپوټ کې وايي برازیل کې د فوټبال یو پر دریمه برخه مینه وال به په مراکانا لوبغالي کې د فوټبال د نړیوال جام پایلوبه وګوري.

د لوبې امنیت به د څه باندې ۲۵ زرو امنیتي کسانو له خوا ساتل کېږي.

په دې د اطفایې کارکوونکي، پوځيان او وسله وال ځواکونه شامل دي.

په ریو ښار کې امنیتي تدابیر نه یوازې د دې لپاره سخت کړای شوي چې په ګڼ شمېر کې د فوټبال مینه وال دغه ښار ته راغلي بلکې د نهو هېوادونو مشران هم ریو ته راځي چې د فوټبال دغه سیالي له نژدي وګوري.

د جرمني صدراعظم انګیلا میرکل، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او ځیني مشران به په ریو ښار کې د پایلوبې له نندارې دمخه د برازیل له ولسمشرې دیلما روسف سره د غرمې ډوډۍ وخوري.

سربیره پر نورو امنیتي تدابیرو به ۲۵ بیړۍ د ریو ښار د ساحل څارنه کوي.

په هغو سیمو کې هم سخت امنیتي تدابیر نیول شوي چیرته چې د ارجنټاین د لوبډلې زرګونه مینه وال راټولېږي.

چارواکي وايي تمه لري چې له ګاونډیو هېوادونو تر ۷۰ زرو پورې د فوټبال مینه وال د فوټبال د نړیوال جام د پایلوبې نندارې ته برازیل ته ورشي.

په همدې حال کې د جرمني لوبډلې چې په نيمه پايلوبه کې برازيل ته بې جوړې ماتې ورکړه د برازيل د فوټبال له مينه والو غوښتي چې له ارجنټاين سره لوبه کې د دوی ملاتړ وکړي.

ارجنټاين په دريم ځل د نړیوال جام د ګټلو هڅه کوي، خو جرمني بيا غواړي چې په څلورم ځل يې وګټي.

ورته مطالب