جرمني په څلورم ځل د فوټبال نړیوال اتل شو

د انځور حقوق Getty
Image caption ۱۱۳ دقيقه وه چې د جرمني د بخت ستوری پر اسمان راوخوت او ۲۲ کلن ماريو ګويتيز د اندرې شولو په پاس ګول وکړ

د برازيل د فوټبال شلم نړیوال جام پايلوبه کې جرمني ارجنټاين ته په يوه ګول ماتې ورکړه او نړيوال جام يې خپل کور ته يووړ.

دا څلورم ځل دی چې جرمني نړیوال جام ګټي، خو د دې نړیوال جام ګټلو ته يې پوره ۲۴ کاله انتظار ووېست.

د يکشنبې په شپه (۱۳، جولای) د برازيل د ريو دي ژنيرو په ماراکانه لوبغالي کې دغه لوبه په ټاکلي وخت کې پرته له کوم ګول مساوي پای ته ورسېده.

د لوبې په اضافي وخت کې په دويمه نيمايي کې ماريو ګويتيز د لوبې يوازنی او پرېکړه کوونکی ګول وکړ.

ارجنټاين ته په پايله لوبه کې څو ښه فرصتونه په ګوتو ورغلل، خو ګټه يې ترې پورته نه شوه کړای او له لاسه يې ووتل.

د نړیوال جام جايزې

  • تر ټولو غوره لوبغاړی: ليونل ميسي – ارجنټاين
  • تر ټولو غوره ګول ساتونکی: مينويل نواير – جرمني
  • تر ټولو ډېر ګول کوونکی: جيمز رادريګز – کولمبيا

له تمې سره سم لوبه خورا چټکه پيل شوه او په لومړۍ نيمايي کې د ارجنټاين لوبډله خورا خطرناکه پرېوته.

خو جرمن لوبغاړو هم له چا کمه لوبه نه کوله او د برازيل د بريدونو د شنډولو ترڅنګ يې د ارجنټاين پر ګول هم يرغل کاوه.

۲۰ دقيقې تېرې وې چې ارجنټايني بريدګر هېګواين ته د ګول کولو طلايي چانس په ګوتو ورغی، خو شوټ يې له ګول نه بهر ولاړ.

۱۰ دقيقې لا تېرې نه وې چې هېګواين د ارجنټاين بخت راويښ کړ او توپ يې د جرمني پر ګول دننه کړ، خو لوبڅار دا ګول ځکه رد کړ، چې نوموړی د پنلټي په ساحه کې له جرمني لوبغاړو مخکې (آف سايډ) و.

د لومړۍ نيمايي په پای ته رسېدو ارجنټايني لوبغاړو غوښتل چې سياله لوبډله لاندې کړې، خو هڅو يې پايله ور نه کړه.

د انځور حقوق Getty
Image caption ارجنټاين ته په پاي لوبه کې څلور داسې موقع په لاس ورغلې، چې کېدای شو ګول يې کړي، خو بخت يې ويده و

په ۴۳ او ۴۴ دقيقه کې جرمن لوبغاړو هم د ګول هڅې وکړې، خو د ارجنټاين دفاعي لوبغاړو يې مخه ونيوله.

د لومړۍ نيمايي په ضايع شوي وخت کې بخت له جرمن لوبغاړو سره ياري و نه کړه او د بينيډکټ د سر توپ د ګول له ستنې سره له لګېدو بېرته راوګرځېد.

د لومړۍ نيمايي په څېر له ۱۰ دقيقو وروسته جرمن لوبغاړو يو ځلې بيا د توپ کنټرول په خپله ولکه کې واخيست او زياته لوبه د ارجنټاين په خوا کې کېدله.

د جرمن لوبغاړو لنډو پاسونو څو ځله جرمني ته د دې فرصت په ګوتو ورکړ چې ګول ووهي، خو د ارجنټاين دفاعي لوبغاړو دوی نه پرېښودل چې ګول يې په نښه کړي.

ارجنټاين ته په پاي لوبه کې څلور داسې موقع په لاس ورغلې، چې کېدای شو ګول يې کړي، خو بخت يې ويده و.

په ټاکلو ۹۰ دقيقو کې دواړو لوبډلو و نه شو کړای ګول وکړي او خبره اضافي وخت ته پاتې شوه.

۱۱۳ دقيقه وه چې د جرمني د بخت ستوری پر اسمان راوخوت او ۲۲ کلن ماريو ګويتيز د اندرې شولو په پاس يو په زړه پورې ګول وواهه او خبره يې خلاصه کړه.

د انځور حقوق Getty
Image caption تر دې وړاندې په ۱۹۹۰ کې جرمني همدې ارجنټاين ته په پايلوبه کې ماتې ورکړې وه او جام يې ګټلی و

د ګويتيز ګول ډېر له خوښۍ او ډېر له خفګان نه په سرو اوښکو کېنول، د ډېرو زړونه يې وګټل او د همدومره نورو يې مات کړل، خو جرمنيان يې اتل بولي.

دغې لوبې ته د جرمني صدراعظمه انګيلا مېرکل او د فوټبال د نړیوالې ادارې فيفا د مشرانو ترڅنګ د برازيل ولسمشره هم ورغلې وه.

دا اتم ځل دی چې جرمني د فوټبال د نړیوال جام پايلوبه کې لوبېږي او څلورم وار دی چې نړیوال جام خپل کور ته وړي.

خو جرمني دا وارې د دې نړیوال جام ګټلو ته ۲۴ کاله انتظار وکړ.

تر دې وړاندې په ۱۹۹۰ کې جرمني ارجنټاين ته په پايلوبه کې ماتې ورکړې وه او جام يې ګټلی و.

ورته مطالب