"مېسي د طلایي توپ جایزې مستحق نه و"

د انځور حقوق AFP
Image caption مېسي د فوټبال نړیوال جام لوبو پر مهال د ګروپ مرحلې په پړاو کې څلور ګولونه وکړل

د ارجنټاین د فوټبال ستوري او پخواني کپتان ډيېګو مېراډونا ویلي چې لیونل مېسي د طلایي توپ د جایزې وړ نه و او باید کوم بل لوبغاړي ته ورکړل شوې وای.

نوموړي دا څرګندونې د فوټبال په تړاو په خپله ټلویزیوني خپرونه کې وکړې.

ډیېګو مېراډونو د ارجنټاین افسانوي لوبغاړی دی او په ۱۹۸۶ کال کې د فوټبال نړیوال جام لوبو پر مهال د ارجنټاین کپتان و.

ارجنټاین هغه کال د فوټبال اتلولي وګټله او مېراډونا د سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی وګڼل شو او طلایي توپ یې خپل کړ.

مېراډونا وویل

"مېسي زما ډېر خوښ دی، که زما په خوښه وي نو د نړۍ په هرې جایزې به یې ونازوم خو په دغو سیالیو کې دا جایزه د هغه حق نه وو نو ده ته ورکول یې زما په نظر بې انصافي وه"

مېسي د فوټبال نړیوال جام لوبو پر مهال د ګروپ مرحلې په پړاو کې څلور ګولونه وکړل خو تر هغې وروسته یې بیا په ناک آوټ، منځلوبه او نیمه پایلوبه کې کوم ګول ونه شو کړای او دومره ونه ځلېد چې تمه ترې کېده.

په پایلوبه کې هم د مېسي لوبه یو څه کم رنګه وه.

په نړیوال جام لوبو کې د طلایي توپ جایزه هغه لوبغاړي ته ورکول کېږي چې په دغو سیالیو کې تر ټولو ډېر ځلېدلی وي.

مېراډونا په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په سږني نړیوال جام لوبو کې د کولمبیا لوبغاړی جیمز راډریګز تر نورو ډېر وځلېد او د طلایي توپ اصلي حقدار و.

خو نوموړی د خپلې لوبډلې له لوبې خوښ ښکارېد او ویې ویل چې لوبډله یې په ټولو لوبو کې ښه وځلېده او زیاته یې کړه چې په ټولو لوبغاړو ویاړي.

ورته مطالب