کریکټ: افغانستان له زیمبابوې سره لوبېږي

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان ټولې منډې ۷۶ دي.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله نن (پنجشنبه) له خپلې سیالې زیمبابوې لوبډلې سره څلورمه یو ورځنۍ لوبه کوي.

نن بیا هم د زیمبابوې لوبډلې پچه یا تاس ګټلی خو افغان لوبډلې ته یې لومړی د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده.

افغان لوبډلې خپل د سر لوبغاړي جاوید احمدي او عثمان غني ژر له لاسه ورکړل، خو ګلبدین نایب لږ څه پر ویکټه تم شو.

ګلبدین نایب د دریو څلوریزو په جوړولو سره یو دېرش منډې جوړې کړې او کیچ اوټ شو.

اوس ناصر جمال احمدزی او سمیع الله شینواری منډې جوړوي.

د افغانستان ټولې منډې ۷۶ دي.

اوولس اورونه لوبول شوي دي.

ورته مطالب