افغانستان زمبابوې ته پر ۳۵ منډو ماته ورکړه

Image caption افغان توپ اچونکو په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د زمبابوې ټوله لوبډله یې پر ۲۲۶ منډو وسوځوله.

د افغانستان اې لوبډلې د زمبابوی اې کریکټ لوبډلې ته په لومړۍ څلور ورځنۍ کریکټ لوبه کې د یوې سختې او په زړه پورې لوبې وروسته پر ۳۵ منډو ماته ورکړه.

نن د لوبې پر وروستۍ ورځ زمبابوې خپل توپ وهنه پر ۲۰۶ منډو او ۶ ویکټو له لاسه ورکولو بیا پیل کړه.

د ورځې په پیل کې افغانستان د بریا لپاره ۴ ویکټو او زمبابوې ۵۴ منډو ته اړتیا درلوده.

او دغه ډول لوبه یوې په زړه پورې مرحلې ته دننه شوې وه چې دواړه لوبډلو په کې د خپلې بریا چانسونه لیدل.

خو زمبابوې په خپلو منډو کې نن یواځې ۲۰ نورې منډې ور زیاتې کړای شوې او پاتې ټول څلور لوبغاړي يې ژر ژر وسوځېدل.

د تمې سره سم افغان توپ اچونکو په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د زمبابوی ټوله لوبډله یې پر ۲۲۶ منډو وسوځوله.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان له خوا نن میرویس اشرف بیا ښه وځلید او د زمبابوې درې نور لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان له خوا نن میرویس اشرف بیا ښه وځلید او د زمبابوې درې نور لوبغاړي یې وسوځول.

دغه راز میرویس په دویم وار توپ اچونه کې یواځې د ۳۵ منډو په ورکولو سره ۶ ویکټې تر لاسه کړې.

د میرویس اشرف تر څنګ نن یامین احمدزی هم ښه توپ اچونه وکړه او د پرونۍ یوه ویکټې وروسته یې نن د زمبابوی ۲ نور لوبغاړي وسوځول.

په دې لوبه کې د افغانستان توپ وهونکو په لومړي وار بیټنګ کې ۱۰۵ او دویم وار ۳۲۱ منډې جوړې کړې چې د نجیب الله ځدارن ۹۹، نجیب ترکي ۵۱ او فضل نیازي ۴۲ منډې په کې د یاونې وړ دي.

زمبابوې بیا په لومړي وار ۱۶۵ او دویم ځل بیټنګ کې ۲۲۶ منډې جوړې کړای شوې.

د څلور ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه او ورستۍ لوبه به د اګست له ۲ تر ۵ د زمبابوې په هرارې لوبغالي کې تر سره شي.

له دې څلور وځنۍ لوبې وړاندې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د زمبابوې ملي لوبډلې سره د څلور یو ورځنیو (پنځوس اوریزو) لوبو لړۍ ۲-۲ مساوي پای ته رسولې وه.

په پنځوس اوریزو لوبو کې د ۲-۲ پایله د افغانستان لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل شوې ده ځکه دوي لومړی ځل د کریکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي یوې لوبډلې سره د کریکټ لوبو لړې یا سیریز لپاره مخامخ ول.

ورته مطالب