محمد علي دستکشې په څلور لکه ډالرو خرڅې شوې

د انځور حقوق AP
Image caption محمد علي دغه دستکشې په ۱۹۷۱ کال کې د جو فریزیر پر وړاندې د سوک وهنې په یوه سیالۍ کې په لاس کړې وې.

د امریکا ښار کلیولینډ کې د سوک وهنې د پخواني اتل محمد علي د سوک وهنې دستکشې د یوې بولۍ له لارې پر نږدې څلور لکه ډالرو خرڅې شوې.

په بولۍ کې د دغو دستکشو پېرېدونکي خپل نوم نه دی څرګند کړی.

محمد علي دغه دستکشې په ۱۹۷۱ کال کې د جو فریزیر پر وړاندې د سوک وهنې په یوه سیالۍ کې په لاس کړې وې.

د محمد علي او جو فریزیر تر منځ دغه سیالي د (پېړې مېچ) په نامه یاد شوی.

محمد علي دغه سیالي بایللې وه چې په پایله کې يې جو فریزیر د سوک وهنې د نړیوال اتل مقام ګټلی و.

خو وروسته بیا په ۱۹۷۴ او ۱۹۷۵ کلونو کې فریزیر ته په ماتې ورکولو سره محمد علي د سوک وهنې د نړیوال ستر اتل مقام بیرته خپل کړی و.

دغه لقب د سیاسي ستونزو له کبله له د اخیستل شوې هم و او لامل یې دا و چې محمد علي د ویتنام د جګړې لپاره په امریکايي پوځ کې له شاملېدو ډډه کړې وه.

څه موده مخکې په یوه بله بولۍ کې د محمد علي هغه دستکشې چې پر مټ یې د لومړی ځل د نړیوال اتل لقب تر لاسه کړی و پر نږدې اته لکه ډالرو خرڅې شوې.

ورته مطالب