د هند "الوتونکی سک" او د سرو زرو لومړی مډال

Image caption د ځغاستې د پایلوبې نه یوه شپه وړاندې میلکا سنګ خوب یو نه وړ.

میلکا سنګ چې په لومړي وار د ۱۹۵۸ کال د همګټو هېوادونو په لوبو کې په کارډف کې د ځغاستې لیکې کې را څرګند شو، نو ډېرو خلکو نه پېژانده.

خو میلکا په کارډف کې تاریخي لوبه وکړه چې له کبله یې دی اوس د هند د تر ټولو سترو اتل لوبغاړو له ډلې شمېرل کېږي.

د ځغاستې د پایلوبې نه یوه شپه وړاندې میلکا سنګ خوب یو نه وړ.

میلکا سنګ وایي: "کله چې یو لوبغاړی پایلوبې ته لار پيدا کړي، نو تر ډېر فشار لاندې وي چې له کبله یې ان خوب هم نه شي کولی. ډېره سخته شپه وه".

له دې لوبو یوازې دوه میاشتې وړاندې سنګ د توکیو په اسیایي لوبو کې دوه د سرو زرو مډالونه ګټلي وو خو د همګټو هېوادونو لوبې بیلې وې.

نوموړی وايي: "د همګټو هېوادونو په لوبو کې د میلکا سنګ نوم چا نه و اورېدلی. په دې لوبو کې د استرالیا، انګلستان، کاناډا، یوګنډا، کینیا او جمېکا هېوادونو په څېر نوم وتو لوبغاړو برخه اخیستې وه".

پر هغه د همګټو هېوادونو د تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد هند د خلکو د هیلو دروند پېټي هم فشارونه زیات کړي وو. د دغو لوبو په تاریخ کې هند تر هغه مهاله کوم مډال نه و ګټلی.

سنګ د هند په یوه کوچني کلي کې لوی شوی چې هغه مهال لا هند د برتانیې په کنترول کې و. هغه به هر سهار ښوونځي ته پر لار پر ګرمو شګو او له دوو سترو ویالو کتابونه په سر ۱۰ کیلومتره پر پښومزل کاوه.

Image caption ....پر هغه د همګټو هېوادونو د تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد هند د خلکو د هیلو دروند پېټي هم فشارونه زیات کړي وو. د دغو لوبو په تاریخ کې هند تر هغه مهاله کوم مډال نه و ګټلی.

له برتانيا نه پر ۱۹۴۷ کال د هند او پاکستان د خپلواکۍ پرمهال دی نوی زلمی شوی و. پنجاب، هغه سیمه چې دې په کې اوسېده له خپلواکۍ وروسته د هند او پاکستان تر منځ ووېشل شو. د دې وېشنې په پایله کې ځینې خلک بې ځایه هم شول.

هغه مهال په پاکستان کې ډېر سکان او هندوان او په هند کې ډېر مسلمانان د ناوړه چلند او تاوتریخوالي سره مخامخ شول.

د سنګ کورنۍ چې دغه مهال پاکستان کې وه، سره له دې چې سکه وه، خو د تاوتریخوالي له ډاره له پاکستانه و نه تښتېدله.

د ده په زهن کې هغه مهال د وژل شوو خلکو د بې بڼې شوي او زړه بوږنونکو مړو چې سپیان او ټپوسان به ترې را چاپیر ول انځورونه اوس هم دی ځوروي.

سنګ په یاد لري، هغه وخت به خلکو خپلې لوڼې د زورزیاتي او بې پتۍ له ډاره پخپله وژلې.

هغه وايي: "زما کلی کلابند و. موږ ته یې ویل چې یا اسلام راوړئ او یا مرګ ته تیار شئ".

کله چې د سنګ په وینا د دوی پر کلي مسلمانو ګاونډیانو نه بلکې له بهره نورو خلکو برید وکړ نو د سترګو پر وړاندې یې مور او پلار او خویندې او ورونه ووژل شول.

هغه د څو نورو هلکانو سره یوځای ځنګل ته وتښتېد او بیا د ډيلي په لور روان یو اورګاډي ته وخوت.

ځايي ټوپکوالو به اورګاډي څارل، خو سنګ او ورسره نورو هلکانو ځانونه ښځو ته د ځانګړیو شویو څوکیو لاندې پټ کړي وو او له ښځو یې غوښتي وو چې ټوپکوالو ته یې په ګوته نه کړي. ښځو دوی پټ وساتل او دغه ډول دوی ژوندي پاتې شول.

په ډيلي کې له څو ستونزمنو کلونو وروسته سنګ د هند د پوځ لیکو ته ورغی او دغه ځای و چې په کې د سنګ سپورتي استعداد څرګند شو.

روزونکي یې ورته د ځغاستې په برخه کې روزنه ورکړه او د هېواد په کچه د ۴۰۰ پوځیانو د ځغاستې په سیالۍ کې د شپږم مقام ګټلو وروسته یې دی لا نور تمرین ته چمتو کړ.

هغه وايي: "زما پرمختګ هغه وخت پیل شو چې زه د پوځ لیکو ته ورغلم. دا د هند پوځ و چې ما ته یې نړیوال شهرت را وباښه".

په ۱۹۵۸ کال کې په کارډف کې د هغه سترې او مهمې ځغاستې پر ورځ ټول لوبغاړي سیالۍ ته چمتو وو. خو سنګ پوهېده چې په ځغاسته کې د ده اصلي سیال د سوېلي افریقا لوبغاړی ملکلم سپنس دی.

هغه وايي: "زما روزنکي ما ته ډاډ او باور راکړ چې که څه هم زما سیال سپنس نړیوال معیار او نړیوال ریکارډ لرونکی لوبغاړی دی خو زه بیا هم دغه سیالي ګټلی شم. روزونکی مې ما ته وویل چې که زه د خپل پلان پر بنسټ منډه ووهم نو سپنس زما پر وړاندې هیڅ نه دی".

سټېډیوم له خلکو ډک و خو سنګ وايي په لیدونکو کې یوازې دوه یا درې هندیان وو. په دغو لیدونکو کې د هند د هغه مهال د لومړي وزیر جواهرلال نیهرو خور ویجې لکشمي هم وه.

سنګ وايي: "له ځغاستې نه وړاندې مې دعا وکړه، سر مې په ځمکه ولګاوه او خدای ته مې وویل، زه به خپله ټوله هڅه وکړم خو د هند عزت ستا په لاس کې دی".

ځغستونکي پر لیکه ودرېدل او سیالي پیل شوه. د روزونکي د سپارښتنې سره سم، سنګ د ځغاستې په پیل کې ډیره چټکه منډه وکړه، خپله ټوله انرژي يې په کار واچوله او له سپنس نه مخکې شو خو سپنس له ده ډېر لرې نه و.

سنګ وايي: "د منډې پرمهال مې ولیدل چې سپنس له ما سره څنګ په څنګ منډه وهي. هغه ما ته ډېر نژدې شوی و خو له ما مخکې نه شو. ما د ځغاستې دغه سیالي په ډیر کم توپیر سره وګټله".

هغه وايي: "ټول په دې هک پک وو چې څنګه د هند د یوې لرې پرتې سیمې هلک چې پښې لوڅې به یې منډې وهلې او تر دې وړاندې یې په رسمي ډول هیڅ ډول روزنه نه وه تر لاسه کړې، د همګټو هېوادونو په لوبو کې د سرو زرو مډال وګاټه".

سنګ چې کله د مډال د تر لاسه کولو لپاره د سټېج سر ته راغی نو په سترګو کې یې اوښکې لیدل کېدې. د هند بېرغ د جنډې پر ستنې پورته کړای شو او د ملي سرود غږ یې د سټېډیوم په ګوټ ګوټ واورېدل شو.

د انځور حقوق milkha singh archives
Image caption سنګ وايي: "له ځغاستې نه وړاندې مې دعا وکړه، سر مې په ځمکه ولګاوه او خدای ته مې وویل، زه به خپله ټوله هڅه وکړم خو د هند عزت ستا په لاس کې دی".

له ځغاستې وروسته د نيهرو خور سنګ ته مبارکي ورکړه او ورته و يې ویل چې لومړی وزیر غواړي سنګ ته د هغه د خوښې جایزه ورکړي.

سنګ وايي: "هغه مهال موږ ډېر ساده ژوند درلود او په دې نه پوهېدو چې د جایزې په توګه څه او څنګه وغواړو. ما کولی شو چې په پنجاب کې څو جریبه ځمکه وغواړم یا ډېلي کې دوه درې بنګلې وغواړم. خو هغه وخت زه ډیر شرمېدم او عاجزه وم نو له چا مې څه نه غوښتل. ما چې ترې څه و شو غوښتلی هغه دا وو چې لومړی وزیر دې په هند کې د یوې ورځې رخصتي اعلان کړي، او لومړي وزیر دغه کار وکړ".

سنګ ته په هند کې د اتلانو په څېر هرکلی وشو. د پوځ د ساز ډله په هوايي ډګر کې د هندي لوبډلې هرکلي ته ولاړه وه. وروسته هندي لوبډلې ته د لومړي وزیر نيهرو سره د لیدنې بلنه ورکړل شوه.

سنګ وايي: "زموږ ډېر عزت وشو او په ډېر دروند ډول مو هرکلی وشو".

له دې بریا وروسته سنګ د هند په استازیتوب نورې سیالۍ هم وکړې او د ۱۹۶۰ کال د روم اولمپیک په لوبو کې يې په ډېر کم توپیر د کارډف خپل سیال سپنس ته د برونز مډال وبایله او څلورم مقام یې خپل کړ.

په همدې کال هغه ته د پاکستان په لاهور کې د نړیوالو لوبو د ۲۰۰ متره ځغاستې په لوبه کې د ګډون بلنه ورکړل شوه. هغه له ۱۹۴۷ کال وروسته پاکستان ته نه و تللی او دغو لوبو ته یې هم په پیل کې له تلو ډډه وکړه.

هغه وايي: "څنګه امکان لري چې یو هلک په یوه شپه د خپلو سترګو پر وړاندې د خپل مور او پلار د خویندو او ورونو د وژنې او د غاړو پرې کېدنې صحنې هېرې کړي؟"

د انځور حقوق Getty Afp
Image caption د ملیکا سنګ د ژوند پر کیسه د "بهاګ میلکا بهاګ" یا "وځغله میلکا وځغله" په نامه یو بریالی هندي فلم هم جوړ شوی. فلم کې ښودل کېږي چې د وژنې پر مهال یې پلار میلکا ته وايي "وځغله میلکا وځغله".

خو چې کله نیهرو خبر شو سنګ پاکستان ته له تلو ډډه کړې نو دې یې را وباله او تلو ته یې راضي کړ.

سنګ وايي: "لومړي وزیر ما ته وویل، دوی زموږ ګاونډیان دي. موږ باید له دوی سره خپله ملګرتیا او مینه وساتو. لوبې او سپورت دغه څیزونه ژوندي ساتي نو ځکه ته باید لاړ شئ".

سنګ وايي دی چې کله پاکستان ته ولاړ نو پر پوله ماشومان د هند او پاکستان له بېرغونو سره ولاړ وو او د پاکستانیانو هرکلی ډېر دروند و.

په دې لوبو کې د ده اصلي سیال عبدالخالق و. د لاهور ورځپاڼو او د ښار نورو لوحو دغه سیالۍ د هند او پاکستان تر منځ یو ټکر او نښته بللې وه.

په سټډیوم کې د خالق لپاره د ستر ملاتړ سربېره سنګ دغه سیالي وګټله. د پاکستان د وخت ولسمشر جنرال ایوب خان چې کله ګټونکو ته مډالونه ورکول نو دغه مهال سنګ خپل هغه لقب تر لاسه کړ چې د ژوند تر پایه ورسره پاتې شو.

سنګ وايي: "جنرال ایوب ما ته وویل، میلکا، ته پاکستان ته راغلې خو منډه دې و نه کړه. اصلا ته پاکستان کې والوتې. پاکستان تا ته د (الوتونکي سیک) لقب درکوي. اوس که په ټوله نړۍ کې خلک میلکا سنګ د (الوتونکي سیک) په نوم پېژني نو لامل یې جنرال ایوب خان او پاکستان دي".

نږدې ۵۵ کاله وروسته، د ۷۷ نړیوال ځغاستلوبو له ګټلو وروسته او د سنګ د ژوند پر کیسه د یوه بریالي هندي فلم له جوړېدو وروسته، دغه الوتونکی سک اوس هم یو ارمان لري. هغه غواړي چې د ده په ژوند کې یو هندي لوبغاړی د ځغاستې په برخه کې د سرو زرو مډال وګټي چې دا به د هاکي او نښې ویشتنې په لوبو کې د هند د شته سرو زرو مډالونو پر سر ور زیات شي.

سنګ وايي: "له مړینې وړاندې، زما له ټولو نه ستره هیله دا ده چې یو هندي لوبغاړی هاغه د سرو زرو مډال وګتي چې ما په اولمپیک لوبو کې بایللی. زما وروستنۍ ارزو دا ده چې یو هندي لوبغاړی که ښځینه وي او که نارینه، وځلېږي او ما ته دا فرصت راکړي چې زه د اولمپیک په لوبغالي کې د هند رپاند بېرغ ووینم او هلته د هند ملي سرود واورم. دا زما وروستۍ هیله او ارمان دی".

ورته مطالب