آی سي سي د انډرسن د حکم په اړه اپیل نه کوي

Image caption هند د انډرسن د سپینوالي د حکم پر سر قهرجن دی ځکه چې د هغوی په اند دا یوه جدي پېښه وه.

د کرېکټ نړیواله شورا (آی سي سي) د محکمې د هاغه حکم په اړه چې د انګلستان جیمز اڼدرسن او هند رویندرا جدېجه تر منځ د لانجې په تور کې یې انډرسن سپین ګڼلی و، اپیل نه کوي.

یوې خپلواکه محکمې انډرسن په ټرنټ بریج کې د دریم ټیسټ میچ پر مهال د جدېجه ښکنځلو او ټېله کولو د تورونو په برخه کې سپین بللی و.

د هند له خوا د یوه لیکلي شکایت د ترلاسه کولو وروسته د آی سي سي اجرایوي مشر ډیوید ریچرډسن دغې قضيې ته کتنه وکړه خو پرېکړه یې دا وه چې د شوي حکم پر وړاندې به اپیل نه کوي.

ښاغلي ريچرډسن ویلي: "آی سي سي د محکمې د پرېکړې په اړه قانع دی".

هند د انډرسن د سپینوالي د حکم پر سر قهرجن دی ځکه چې د هغوی په اند دا یوه جدي پېښه وه.

که پر ۳۲ کلن تیز بالر انډرسن تورونه ثابت شوي وای نو ښایي تر څلورو ټیسټ میچونو بندیز پرې لګول شوی وای.

په همدې لانجه کې د هند جدېجه هم د محکمې د حکم پر بنسټ سپین ختلی و.

د دې حکم سربېره، د انګلستان پخواني بیټسمین جیفري بایکاټ پر انډرسن غږ کړی چې د نورو لوبغاړو له ځورونې باید ډډه وکړي.

نوموړي وویل: "اڼدرسن باید په دې اړه فکر وکړي چې آیا غواړي د انګلستان د یوه تر ټولو بریالي تیز بالر په توګه او که د یوه بد اخلاقه او بد ژبي بالر په توګه یاد وساتل شي".

ښاغلي ریچرډسن هم لوبغاړو ته خبرداری ورکړ چې سیالو لوبغاړو سره دې غیر اخلاقي خبرې او ژبه نه کاروي.

د هند او انګلستان تر منځ څلورم ټیسټ میچ د پنجشنبې پر ورځ په اولډ ټرفرډ کې پیلېږي.

ورته مطالب