پر سعید اجمل د غیرقانونی بالنګ ادعا شوې

د انځور حقوق Getty
Image caption اجمل اوس اړ دی چې د ۲۱ ورځو دننه د دې ادعا د سپیناوي لپاره د خپل بالنګ ازموینه ورکړي.

لوبڅارانو آی سي سي یا د کرېکټ نړیوالې شورا ته راپور ورکړی چې د پاکستان د سپن یا ورو بالر سعید اجمل د بالنګ اکشن یا بڼه ښايي غیرقانوني وي.

د پاکستان او سري لنکا تر منځ د دوو ټیسټ میچونو د سیريز په لومړي میچ کې چې سري لنکا پر ۷ وېکټو وګاټه، لوبڅارانو د پاکستان د اجمل د بالنګ اکشن په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

اجمل اوس اړ دی چې د ۲۱ ورځو دننه د دې ادعا د سپیناوي لپاره د خپل بالنګ ازموینه ورکړي.

نوموړی په دغو ۲۱ ورځو کې د ازموینې د پایلو تر معلومېدا په نړیوالو کرېکټ لوبو کې برخه اخیستلی شي.

هغه تر اوسه په ۳۴ ټیسټ میچونو کې د ۲۷،۷۹ بالنګ اوسط پر مټ ۱۷۴ وېکټې اخیستې دي.

هغه د انګلستان د سږ کال د اوړي کاونټي لوبو تر ټولو ډیر وېکټې اخیستونکی بالر دی.

په دغو کاونټي لوبو کې نوموړي د ورچیسټرشاير لوبډلې په استازیتوب په ۹ میچونو کې ۶۳ وېکټې اخیستې دي.

د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان د کرېکټ بورډ اړ شو چې د سعید اجمل د هغو خبرو سپیناوی وکړي چې ویلي و ده ته آی سي سي په ځانګړې ډول اجازه ورکړې چې خپل لاس د بالنګ پر مهال تر ۲۳،۵ درجو نېغ کړي.

د آی سي سي د قوانینو پر بنسټ بالران د بالنګ پر مهال یوازې تر ۱۵ درجو پورې خپل لاس نېغولی شي.

هغه مهال چې سعید اجمل د پاکستان په استازیتوب د انګلستان په وړاندې په دوبۍ او ابوظبي کې د دریو ټیسټ میچونو په سیریز کې ۲۴ وېکټې واخیستې چې پاکستان بیا دغه سیریز ۳-۰ (درې – صفر) وګاټه، نوموړي ویلي وو چې ده ته د یوې پېښې له کبله د خپل لاس تر ۲۳،۵ درجو پورې د نېغولو اجازه ورکړل شوې ده.

هغه وخت د آی سي سي عمومي مشر ډیف ریچرډسن ویلي وو چې د اجمل د بالنګ اکشن "تر عمره روڼ نه دی ګڼل شوی".

د پاکستان او سري لنکا تر منځ دوهم ټیسټ میچ د پنجشنبې پر ورځ په کولمبو کې پیلېږي.

ورته مطالب