ریال مډرېډ او سېوېلا د سوپرکپ پایلوبه کې لوبېږي

د انځور حقوق Uefa
Image caption سږ کال د دې سیالیو د کوربتوب ویاړ د ویلش پلازمېنې کارډیف ته ورکړل شوی دی.

د فوټبال دوه لوبډلې، ریل مډرېډ او سېوېلا د اروپا د تر ټولو ځانګړې اتلولۍ یویفا سوپر کپ (د اروپا د فوټبال ټولنې ستر جام سیالۍ) په پایلوبه کې نن سه شنبه سره لوبېږي.

د فوټبال ځوان مینه وال جېکب وېلر هڅه کړې چې د دغو سیالیو په اړه او په دې اړه چې ولې یې دا ځل کوربتوب د ویلش پلازمېنه کارډیف کوي مالومات ورکړي.

د یویفا سوپر کپ هغه کلنۍ سیالۍ دي چې د یویفا له لوبو وړاندې تر سره کېږي.

د یویفا سوپر کپ پایلوبه د یویفا اتلولیو لیګ او یویفا اروپا لیګ د دوو ګټونکو لوبډلو تر منځ په لاره اچول کېږي.

تېر کال په پایلوبه کې بایرمونیخ لوبډلې د چیلسیا لوبډلې ته ماته ورکړه خو سږ کال به پایلوبه د دوو اسپانوي لوبډلو، ریال مډرېډ د اتلولیو لیګ ګټونکی او سېوېلا د اروپا لیګ ګټونکی تر منځ د کارډیف ښار په لوبغالي کې تر سره شي.

دغه سیالۍ په ۱۹۷۳/۱۹۷۴ کې پیل شوې چې لومړی وار د هالنډ لوبډلې اجکس وګټلې.

په پیل کې د دغو سیالیو پایلوبه د اروپا د اتلې لوبډلې او د اروپا جام ګټونکی لوبډلې تر منځ کېدلې.

په ابتدا کې د یویفا سوپر کپ سیالو پایلوبه په دوه پړاونو کې ترسره کېدله چې دوه مخکښه لوبډلو به په کور او له کوره بهر د پایلوبې دوه سیالۍ کولې.

په ۱۹۹۸ کال کې پایلوبه یوې لوبې ته محدوده شوه چې د موناکو سټېډ لویس لوبغالي يې کوربتوب وکړ.

څوارلس کاله وروسته، سږ کال د دې سیالیو د کوربتوب ویاړ د ویلش پلازمېنې کارډیف ته ورکړل شوی دی.

د اتلولیو پایلوبه په دودیز ډول د اګست میاشتې پر وروستۍ جمعې ورځې تر سره شوې ده.

خو سږ کال به په توپیر سره د دغو اتلولیو پایلوبه د سه شنبې پر ورځ تر سره کېږي.

د انګلستان مارک کلټنبرګ او څو نور انګلیس چارواکي به په پایلوبه کې د لوبڅارانو دنده پر مخ وړي.

د یویفا سیالیو په لوبو کې به په لومړي وار ونېشنګ سپرې (ورکېدونکی سپری) کارول کېږي.

دغه سپری په لوبغالي کې د لنډ مهاله کرښو د را کښلو لپاره کارېږي چې لوبڅار لوبغاړو ته پوله وټاکي.

ورته مطالب