کریکټ: دمعلولو کریکټ لوبغاړو سیالۍ پیلېږي

د انځور حقوق b
Image caption د دغو سياليو د جوړېدو موخه د نړیوال جام لوبو لپاره د افغان معلولينو لوبډلې چمتو کول دي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، نن (اګست ۱۲) به د هېواد د پنځو زونونو د معلولينو د کرېکټ لوبډلې په پلازمېنه کابل کې شل اووريزې سيالۍ پيل کړي. دوی وايي، دغه لوبې به شاوخوا يوه اوونۍ روانې وي او د معلولينو د ملي لوبډلې لوبغاړي به په کې غوره شي. کرېکټ بورډ وايي، د دغو سياليو د جوړېدو موخه د نړیوال جام لوبو لپاره د افغان معلولينو لوبډلې چمتو کول دي. دغه جام سږکال په متحد عرب اماراتو کې جوړېږي، خو کره نېټه يې لا نه ده معلومه. عبدالله ستانکزي په خپل راپور کې لیکي: په افغانستان کې د کرېکټ چټک پرمختګ دې ته لار پرانستې چې افغانستان په نړیواله کچه د معلولينو د کرېکټ ملي لوبډله هم ولري. د افغانستان کرېکټ بورډ دغې موخې ته د رسېدو لپاره پلازمېنې کابل ته د هېواد له پنځو زونونو د معلولينو د کرېکټ لوبغاړي رابللي دي. د کرېکټ بورډ وياند فريد احمد هوتک بي بي سي ته وويل، پلان لري چې د دغو لوبغاړو له منځه د معلولينو ملي لوبډله جوړه کړي، چې د معلولينو په نړیوال جام کې ګډون وکړي. ښاغلي هوتک وويل، که څه هم په عرب اماراتو کې د معلولينو د کېدونکي دغه نړيوال جام کره نېټه تراوسه نه ده معلومه، خو لوبې به سږکال کېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، کابل ته د ورغلو پنځو زونونو معلول لوبغاړو په خپلو زونونو کې د سياليو له لارې دغو لوبډلو ته لار موندلې. دوی وايي، دغه سيالۍ به د شل اوورونو وي، چې کابو يوه اوونۍ به دوام وکړي. په وروستيو کلونو کې افغانستان د سپورت په ځانګړي ډول د کرېکټ په برخه کې لويې لاسته راوړنې لرلې دي. د کرېکټ نړیوال جام ته لار موندل او د زمبابوې او بنګله دېش په څېر بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ته ماتې ورکول د ملي لوبډلې مهمې لاسته راوړنې بلل کېږي.

ورته مطالب