د هند د کرېکټ ټیم سپورتي شرم

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اوول په ټیسټ میچ کې د هند لوبه د قناعت وړ نه وه.

کله چې ما او په امریکا کې مېشت زما زامنو د یو بل لیدلو پلان جوړاوه نو پرېکړه مو وکړه چې په لندن کې سره هغه مهال ووینو چې هلته د اوول په لوبغالي کې د هند او انګلستان تر منځ ټیسټ لوبه پیلېږي.

هغه مهال انګلستان سریلنکا ته د کرېکټ لوبو لړۍ بایللې وه او بل خوا د هند ځوانه او تازه دمه لوبډله وه نو هیله مو دا وه چې لندن کې به موږ د لوبو له پلوه ښه تفریح ولرو او ښايي پلار او ځامن د هند لوبډلې بریا هم په کې ولمانځو.

خو داسې و نه شول.

وېره مو درلوده چې د تل په څېر به بیا د انګلستان هوا زموږ پلانونه خراب کړي خو هوا خرابي و نه کړه. خرابي د هند لوبډلې وکړه.

په لوبه کې سیالي نه تر سترګو کېده. د هند نوي او ځوان قهرمانان بلل شوي لوبغاړو دومره خرابه لوبه وکړه چې د پنځو ورځو ټیسټ میچ یې په شرمونکي ډول یوازې په دوه نیمو ورځو کې انګلستان ته بایلود.

کله چې موږ لندن ته د سفر ټېکټونه واخیستل نو هغه مهال د لوبو په لړۍ (سیریز) کې هند ۱-۰ مخ ته و. خو چې لندن ته ورسېدو نو هند دوه نورې لوبې بایللې وې او په سیریز کې ۱-۲ شاته پاتې و. هند دغه دواړه لوبې یې په بد ډول بایللې وې او ټولو ته یې په ۲۰۱۱ کال کې د انګلستان پر وړاندې د هند د ۴-۰ شرمونکي بایلاد یادونه په سر کې تازه کړي وو.

خو داسې باید نه وای شوی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اوول ټیسټ پایلې د الېسټر کوک مشري او بیټنګ دواړه بیا را ژوندی کړې.

هند سره د ټیسټ میچونو له سیریزه وړاندې د انګستان ټیم نه لار ورکه وه ځکه چې استرالیا او سریلنکا ټیمونو نه یې ماتې خوړلې وې. او کله چې انګلستان د هند پر وړاندې په دغه سیریز کې هم لومړی میچ بایلود نو خلکو د انګلستان د کپتان الېسټر کوک د ګوښه کولو او په ټیم کې د بشپړ بدلونونو راوستلو غوښتنه وکړه. داسې ویل کېدل چې کوک ځکه پر خپله دنده پاتې دې چې انګلستان له ده بل غوره کپتان نه لري.

دهند نسکورېدل

بل خوا، هند بیا په دریو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د اسیا نه بهر په یوه لوبغالي کې ټیسټ میچ ګټلی و. د لندن په لارډز لوبغالي کې د انګلستان پر وړاندې له بریا وروسته داسې انګېرل کېده چې ښايي د هند کپتان مهېندرا سنګ دهوني او د هغه د ځوانو برندو لوبغاړو ښه وخت را رسېدلی وي.

خو برعکس په دریم ټیسټ میچ کې د هند بیټسمینان نسکور شول او میچ یې پر ۲۶۶ منډو بایلود.

بل ټیسټ کې یې حالت تر دې هم خراب شو. د اولډ ټرفرډ په لوبغالي کې انګلستان هند ته په یو اننګز او ۵۴ منډو ماته ورکړه.

په یوه شپه کې د هند ځوانو لوبغاړو د اتلانو لقب هیڅ شو، شپږ بیټسمینان یې په صفر وسوځېدل او دغه ډول دوی پر ډېرو صفرونو د سوځېدو نړیوال ریکارډ هم برابر کړ.

زه او زامن مې لندن کې د اوول لوبغالي کې وروستي ټیسټ میچ ته په دې تمه راغلو چې ښايي هند بیا ژوندی شي. که څه هم د کپتان او بیټسمین په صفت د کوک شهرت بیا ژوندی شو خو هند موږ ته یوازې نهیلي راکړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کپتان دهوني او ځوان برند لوبغاړي یې ښه و نه ځلېدل.

ویرات کوهلی او چیتیشور پوجارا ته د هند د کرېکټ راتلونکي ګڼل کېدل او داسې انګېرنه وه چې ښايي دوی د راهول ډرېوېد او سچن ټنډولکر ځای ونیسي.

د لومړي ټیسټ میچ نه وروسته د پوجارا منډې په دې ډول وې: ۲۸، ۴۳، ۲۴، ۲، ۰، ۱۷، ۴ او ۱۱. د کوهلي منډې تر دې هم خرابې وې، ده یوه پنځوسیزه یې هم جوړه نه شوه کړای او منډې یې په دې ترتیب وې: ۱، ۸، ۲۵، ۰، ۳۹، ۲۸، ۰، ۷، ۶ او ۲۰.

د بیټنګ ناکامي

هو، ځینې بهانې شته.

هند پچو کې طالع نه درلودې او هوا هم ښه نه وه. هند درې ځلې پچه بایلوده او تېز بالنګ ته په مناسبه هوا کې دوی ته لومړی د بیټنګ بلنه ورکړل شوه.

خو یوازې دغه دوه خبرې د هند د بیټنګ پرله پسې ناکامۍ نه شي توضیح کولی.

که یو یا دوه ځلې یو ټیم تر ۲۰۰ لږې منډې جوړې کړي نو موږ ویلی شو چې طالع یې ښه نه وې خو هند پرله پسې پنځه ځلې تر ۲۰۰ منډو لږې منډې وکړې. که دا یې بې کفایتي نه وي نو لږ تر لږه بې احتیاطي یې بللی شو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چیتیشور پوجارا په بيټنګ کې ښه پیل درلود خو وروسته وروسته یې منډې خرابې شوې.

ما چې کله دوه میاشتې مخکې دغه سیریز ته مخکتنه کړې وه نو لیکلي مې وو چې "نننی ټیسټ ټیم د بیا رغونې په پړاو کې دی ځکه ډېر پیاوړي لوبغاړي ترې تقاعد شوي دي او ښايي د ۲۰۱۱ کال سیریز لوبو ته په ورته ډول وځلېږي چې هغه مهال یې د انګلستان د تېزو بالرانو او سړې هوا له کبله ټولې څلور لوبې بایللې وې".

نو خو بیا د دهوني لوبغاړو زما وړاندوینه رښتیا کړه.

سره له دې هم، هندي مینوالو په زړونو کې له خپل ټیم نه د غوره لوبې تمه کوله. دوی د یوې سختې سیالۍ، مقاومت، لا نورې زړه ورتیا، لا نور باور او لا نور استعداد تمه کوله چې په ۲۰۱۱ کال کې زړو لوبغاړو و نه شو کړای.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په دې سیریز کې د ویرات کوهلي بيټنګ نهیلی کونکی و.

د لارډز په لوبغالي کې د هند بریا د خلکو تمې زیاتې کړې وې چې ښايي اوس د هند کرېکټ په سم لور روان وي. خو د ټیسټ سیریز په وروستۍ برخه کې د هند په سست ډول نسکورېدنې ټولې تمې او هیلې خاورې ایرې کړې.

اوس هند د انګلستان سره د یو ورځنیو میچونو سیریز لوبې کوي. که هند په دغو میچونو کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي، چې خلک یې تمه هم لري، نو مینوال به یې د اوول لوبغالي ویجاړی هېر کړي.

زه او زما ځامن چې د اوول ټیسټ میچ د وروستیو دوو ورځو ټکټونه اوس هم راسره دي، ښايي دومره په آسانه دوی و نه بخښو.

ورته مطالب