د افغانستان "شپږیزه" کرېکټ لوبې پیلېږي

Image caption د شپږیزې ټورنمنټ د تېر کال ګټونکی ټیم.

د کرېکټ د "شپږیزه" په نوم د لوبو لړۍ، چې د افغانستان تر ټولو سترې کلنۍ کرېکټ لوبې دي، د راتلونکې سه شنبې پر ورځ (اګست ۲۶ مه) د کابل د کرېکټ په لوبغالي کې پیلیږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ (اې سي بي) تمه لري چې دغه میچونه به په لوبغالي کې ډېر خلک پر ځان را مات کړي او په تلویزون به هم ډېر لېدونکي ولري.

دغه شل اوریزه میچونه به تر ۷ ورځو ادامه لري او پایلوبه به یې د سه شنبې پر ورځ (د سپټمبر دوهمه) تر سره کېږي.

هره ورځ به دوه لوبې کېږي، لومړۍ به د سهار پر ۹ بجو او دوهمه هغه به د غرمې پر ۱ بجه پیلېږي.

دغه میچونه به د افغانستان یو تلویزون (تلویزون یک) چینل باندې خپرېږي.

د لوبو دغه لړۍ د افغانستان په کورني کرېکټ کې یو مهم نوښت دی چې په لومړي وار په ۲۰۱۲ کال کې د پیپسي کپ په نوم نومول شوی و او وروسته بیا په ۲۰۱۳ کال کې "شپږیزه" ونومول شو.

دغه لوبې ولایتي لوبغاړو ته د ملي ستورو تر څنګ د لوبېدا فرصت ورکوي.

د دې تر څنګ، د دغو لوبو له لارې مینه وال کولی شي چې د افغانستان د تر ټولو غوره لوبغاړو د لوړ معیار لوبو ننداره وکړي.

د انځور حقوق b
Image caption دغه لوبې ولایتي لوبغاړو ته د ملي ستورو تر څنګ د لوبېدا فرصت ورکوي.

د دغو سیالیو لپاره په ځانګړي ډول له پنځو زونونو لوبډلې غوره شوې دي: آمو شارکس، سپین غر ټایګرز، بند امیر ډرګنز، بوسټ ډفینډرز او مس عینک نایټس.

د هرې لوبډلې مشري به د افغانستان د ملي ټیم د یوه لوبغاړي په غاړه وي.

لوبو کې به د ملي ټیم، د ۱۹ کلنو ځوانانو ټیم او د زونونو د ټیمونو لوبغاړي برخه اخلي.

هر ټیم به یو تجربه لرونکی روزونکی هم ولري چې لوبغاړي لوبو ته چمتو کړي.

د ۲۰۱۳ کال دغه لوبې په جون میاشت کې ترسره شوې وې چې هر ورځ به یې لیدو ته لوی شمېر خلک راتلل.

ویل کېږي د پایلوبې لیدو ته د ۱۳ نه تر ۱۵ زره پورې کسان د کابل لوبغالي ته تللي وو.

د دې تر څنګ، په تلویزون هم ډېرو خلکو دغه پایلوبه لیدلې وه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد وویل:

"د شپږیزې ټورنمنټ زموږ د کورني کرېکټ لوبو مهمه برخه ده. دا په ځانګړي ډول ځکه مهمې لوبې دي چې د ملي لوبغاړو تر څنګ په کې نوي او با استعداده ځوان لوبغاړي هم د لوبې فرصت تر لاسه کوي".

نوموړي زیاته کړه:

"د دغو لوبو له لارې ځوان لوبغاړي ډېرې ګټورې تجربې تر لاسه کوي. د دې تر څنګ، دا زموږ په هېواد کې سل ګونه زره مینه والو ته په لوبغالي کې او پر تلویزون د لوړ معیار کرېکټ او خپلو د کرېکټ اتلانو لیدلو فرصت ورکوي".

ورته مطالب