افغانستان کرېکټ بورډ او م.م وګړو صندوق هوکړه لاسلیک کړه

Image caption د هوکړه لیک موخه دا ده چې د ځوانانو په ژوند کې رابرسیرن شوي مثبتو بدلونونو ته هر اړخیزه وده ورکړل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (يو این ایف پي ای) تر منځ په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د ګډو فعالیتونو په برخه کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

په دې اړه د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد وویل:

"کرېکټ په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د پرمختیایي او ټولنیزو فعالیتونو یو هر اړخیز چوکاټ دی. د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې سره د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق هوکړه او ګډ فعالیتونه د دوی پر عملیاتي بهیر خورا مثبته اغیزه کولی شي".

نوموړي زیاته کړه: (زه باوري یم چې موږ به په ګډه سره د ځوانانو لپاره د لا پراخو فعالیتونو په برخه کې خپل موثریت په ډاګه کړو).

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشرې میرمن ډاکټر انیت رابرټسن په دې اړه وویل:

"زموږ لپاره د خورا خوښۍ ځای دی چې له یوې داسې ادارې سره چې نه یوازې په نړیواله کچه سترې لاسته راوړنې لري بلکه له غوره اداري جوړښت څخه هم برخمنه ده، د ځوانانو لپاره د ګډ کار هوکړه لیک لاس لیک کوو".

نوموړې زیاته کړه:

"کرکټ په افغانستان کې د مخکښې سپورتي شبکې په توګه د ځوانانو لپاره د کار په ډګر کې خپل موثریت تر پراخه بریده په ډاګه کړی دی او موږ باور لرو چې موږ به په ګډه سره د ځوانانو په ژوند کې رابرسیرن شوي مثبتو بدلونونو ته هر اړخیزه وده ورکړو".

تر دې وړاندې، تېر کال د افغانستان کرېکټ بورډ او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (يونیسیف) تر منځ هم یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د نوموړي هوکړه لیک پر بنسټ به دواړه غاړې په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د ودې لپاره کار کوي.

د دغه هوکړه لیک موخه دا ده چې دواړه لورې په افغانستان کې د ګوزڼ په اړه د پوهاوي لوړولو او د هر ماشوم د تعلیم حق لپاره په ګډه سره کمپاینونه وکړي.

ورته مطالب