فوټبال: پر سېمیونې د ۸ لوبو بندیز

د انځور حقوق Getty
Image caption ډیېګو سېمیونې به راتلونکې ۸ لوبې به د نندارچي په توګه ګوري

د هسپانیې د فوټبال فدراسیون د اټلټیکو مادرید پر روزونکي ډيېګو سېمیونې لوبڅار سره د ناسم چلند له امله د ۸ لوبو بندیز لګولی.

ډيېګو سېمیونې تېره اونۍ له ریال مادرید سره د سوپر کپ د دویمې لوبې پر مهال د لوبڅار پر یوې پرېکړې قهرجن شو.

لوبڅار سره له تاوده بحث وروسته چې هم پرېکړه بدله نه شوه نو ښاغلي سېمیونې لوبڅار له ډېر قهر ټېله کړ.

د نوموړي همدا چلند د اسپانیا فوټبال فدراسیون او د فوټبال نړیوال فدراسیون له خوا وغندل شو او له څېړنې وروسته یې پرې د اتو لوبو بندیز ولګاوه.

د راتلونکو اتو لوبو لپاره به نوموړی یوازې وکړای شي د نندارچي په توګه په لوبغالي کې د خپلې لوبډلې لوبه وګوري.

د اټلټیکو مادرید مرستیال روزونکی جرمن برګوس به د نوموړي په نه شتون کې د لوبډلې د روزونکي مسوولیت په غاړه ولري.

د سوپر کپ اتلولي اټلټیکو مادرید له ریال مادرید نه ۲-۱ وګټله.

۴۴ کلن سېمیونې تېر کال په بریاليتوب اټلټیکو مادرید لپاره د لالیګا اتلولي وګټله او د نړۍ له مهمو او تکړه روزونکو شمېرل کېږي.

ورته مطالب