د افغانستان غوره لیګ فوټبال سیالۍ نن پیلېږي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ دوه کاله وړاندې پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو درېیم فصل نن په کابل کې د ۸ ټیمونو په ګډون او د اسیا د اولې درجې د روزونکو تر روزنې لاندې پیلېږي.

د فوټبال مینه والو او رسنیو د دې سیالیو د دوو تېرو فصلونو چې په کې ډېرې په زړه پورې لوبې تر سره شوې وې تود هرکلی وکړ.

د تېرو دوو فصلونو سیالۍ په ترتیب د طوفان هریرود او شاهین آسمايي لوبډلو په اتلولۍ پای ته رسېدلې دي.

د دغو سیالیو د چارواکو په وینا، د لیګ دریو لومړیو کلونو ازمېښتي بڼه درلوده چې سږ کال یې وروستۍ دوره ده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په دې فصل کې له لیګ غوښتي چې د ټیمونو د مشرۍ لپاره باید د اسیا د تاجکستان او ازبکستان هېوادونو د لومړۍ درجې روزونکي وګوماري.

په دې لوبو کې اووه تاجکي روزونکي بایر ایګام بردیوف، ولي ایګام بردیوف، علادین توردیوف، طاهر مومنوف، حسن رجبوف، نظام الدین طالبوف، غیرت علي میر احمدوف او یو ازبک روزونکی عثمان توشیف دی.

د دې روزونکو تر څنګ چې د اسیا د فوټبال فدراسیون د روزونکو د اې درجې اسناد لري، اته افغان روزونکي هم چې د دغه فدراسیون د بي درجې اسناد لري د کومکي روزونکو په توګه ګومارل شوي دي.

د افغانستان له لوري اته کومکي روزونکي ظاهر حسني، وحیدالله واحدي، احسان الله شیرزاد، عیس زاهد، طاهر منوري، عبدالحق فیضي، حمیدالله مسعودي او سیعد معین حامدي دي.

بهرنیو او افغان روزونکو یوه اوونۍ وړاندې د خپلو ټیمونو روزنه پیل کړې ده او د دغه لیګ په درېیم فصل کې يې د ګډون لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.

د تېر کال برعکس چې هره اوونۍ به دوه لوبې کېدې، سږ کال به اوونۍ کې درې لوبې (پنجشنبه، جمعه او شنبه) کېږي.

سږکال به د لومړي ځل لپاره د نیمه پایلوبو پر مهال د سړو تر څنګ د ښځو د فوټبال څلور لوبډلې هم په سیالیو کې برخه واخلي.

ښځینه لوبډلو هم د سیالیو لپاره خپل تمرینونه بشپړ کړې دي.

کارپوهان وايي چې د لیګ لوبې په دغه هېواد کې د فوټبال د ودې او د سوېلي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغانستان د فوټبال لوبډلې د ښه ځلېدو لامل شوي دي.

په سیالیو کې به لاندې اته ټیمونه برخه اخلي:

۱. طوفان هریرود

۲. شاهین آسمايي

۳. میوند اتلان

۴. موجهای آمو

۵. عقابان هندوکش

۶. سیمرغ البرز

۷. د اباسین څپې

۸. سپین غر بازان

ورته مطالب