افغانستان د ګلف ښځینه لوبډله جوړوي

Image caption ګلف په لومړیو کې د شاهي کورنۍ لوبه وه، خو اوس مهال دغه لوبه عامه شوې. د ګلف فدراسیون پنځه کاله مخکې جوړ شو هغه هم یوازې د هلکانو لپاره.

په افغانستان کې په لومړي ځل ښځینه ګلف لوبډله جوړېږي. د دغې لوبډلې جوړولو لپاره له څو ورځو راهیسې هڅې روانې دي، چې د لومړیو تمرینونو او زده کړو په موخه یو شمېر نجونې له هرات ولایته کابل ته راغلې وې.

د ګلف فدارسیون چارواکي وایي، د ګلف لوبې لپاره لوی خنډ د ځمکې او لوبغالي نشتوالی دی.

له هراته راغلې نجونې په ملي لوبډله کې د ژر غړیتوب ترلاسه کولو ته لېواله دي.

دوی له خپلو کابلیو روزنکو په نړیواله کچه د زده کړې ورکولو غوښتنه لري. په هرات کې د ګلف لوبو لپاره ځمکه نه شته، همدا ده چې دوی له هراته کابل ته راغلې دي. د افغانستان په نور سیمو او ولایتونو کې هم د ګلف لپاره ځمکه نه شته.

په دې ډله کې چې غواړي د نجونو د لوبډلې غړي شي یوه هم نقیبه بارکزۍ ده.

نوموړې وایي تر دې دمه په هرات کې د نجونو د ګلف لوبې لپاره کوم ځانګړي امکانات نه شته.

په تېره یوه لسیزه کې پر ټولنیزو ستونزو سربېره، یو شمېر نجونې پرته له وېرې د ورزش میدان ته راغلې. په وروستیو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې د ښځو فعالیتونه ډېر شوي. له هراته د راغلو نجونو له ډلې فریبا وایي له کورنۍ نه یې په ستونزو اجازه اخیستې دا او ورور یې دواړه یو ځای غواړي د ملي لوبدلې غړي شي.

د ښځینه وو د ګلف لوبډله په هرات کې جوړیږي، چې سلګونه نجونو دغې لوبډلې ته د ورتګ په موخه ځانونه ثبت کړي دي.

د ورزش چارواکي وایي په پلازمېنه کابل کې هم د نجونو د ګلف لوبډلې ته دومره زمینه برابره نه ده. په ټول افغانستان کې د ګلف یو لوبغالی دی چې د کابل په قرغې سیمه کې جوړ شوی.

د ګلف د فداریسون مرستیال محمد شاه قاضي زاده وایي د دوی لپاره یوه لویه ننګونه د ځمکې نشتوالی دی. نوموړی په دې اند دی چې تر دې دمه د نجونو ملي لوبډله په کابل کې نه شته؛ ځکه چې لامل یې امنیتي ستونزې دي.

د ګلف لوبه د شلمې پېړۍ په پیل کې افغانستان ته راغلې، خو په دومره موده کې ډېره ونه ځلېده او د شهرت پوړۍ ته ونه رسېده.

ګلف په لومړیو کې د شاهي کورنۍ لوبه وه، خو اوس مهال دغه لوبه عامه شوې. د ګلف فدراسیون پنځه کاله مخکې جوړ شو هغه هم یوازې د هلکانو لپاره.

افغان لوبغاړو په وروستیو کلونو کې د ګلف په څو سیالیو کې هم ګډون درلود او ټاکل شوې، چې راتلونکې میاشت هم د سوېلي کوریا، ترکیې او تایلنډ په څو سیالیو کې ګډون وکړي. د لومړي ځل لپاره به له دغه کاروان سره درې نجونې هم ملګرتیا کوي.

ورته مطالب