د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره نوی روزونکی وټاکل شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان کرېکټ بورډ د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره انډي مولز د نوي روزونکي په توګه ګومارلی دی.

کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نوموړي ته به د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو ته د لوبډلې چمتو کولو برخه کې مهم رول ورکړل شي.

ښاغلی اندې د پخواني کوچ کبیر خان پر ځای ګومارل شوی، چې تېره اونۍ یې استعفا وکړه.

مولز پخوانی انګلیش فرسټ کلاس کرکټر دی، چې له لوبې نه له تقاعد وروسته یې کینیا، سکاټلنډ او نیوزیلانډ کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې.

د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې د ښاغلي مولز له قوله ویل شوي:

"د خپلې نوې دندې پیل ته خورا لیوال یم، چې افغان کرېکټ بورډ د وړتیا لرونکو لوبغاړو یوه ډله لري او زه له دوی سره فعالیت کولو ته سترګې په لاره یم چې له دوی سره، د یوې لوبډلې په توګه او شخصاً د مخکښ کېدو په هلو ځلو کې مرسته وکړم".

مولز باجراته او پرېکړه کونکی ښی لاسی بېټسمین و.

د وارویکشایر لپاره یې له ۱۹۸۶ نه د تقاعد تر مهاله، ۱۹۹۷ پورې لوبه وکړه.

۳۸ اعشاریه ۵۹ اوسط سره یې ۱۳۳۱۶ منډې جوړې کړې.

۱۹۸۰ کلونو کې یې جنوبي افریقا کې ډومیسټیک کرېکټ کې برخه واخیسته او د ګریکولنډ ویسټ لپاره یې په دریو موسمونو کې ۶۴ اعشاریه ۱۶ اوسط سره ۱۹۸۹ منډې جوړې کړې.

نوموړی به روانه اونۍ د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دندې سمبالولو لپاره کابل ته ورسېږي.

ورته مطالب