کرېکټ: انګلستان بالاخره هند ته ماته ورکړه

د انځور حقوق PA
Image caption رووټ په زړه پورې سلیزه پوره کړه او پر ۱۰۸ توپونو یې د دریو شپږیزو او لسو څلوریزو پر مټ ۱۱۳ منډې وکړې.

د انګلستان او هند تر منځ د پنځو یو ورځنیو میچونو په وروستي هغه کې انګلستان وتوانېد چې هند ته پر ۲۵ منډو ماته ورکړي.

دا د هند پر وړاندې د دریو پرله پسې ماتو وروسته په سیریز کې د انګلستان لومړۍ بریا وه.

د سیریز لومړی میچ د باران له کبله ترسره نه شو او پاتې درې میچونه بیا هند په لوړ توپیر ګټلي وو.

په ننني (جمعه، سپتمبر ۵ مه) میچ کې پچه هند وګټله او د تمې سره سم یې لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه.

هند په دودیز ډول دوهم وار بیټنګ غوره بللی ځکه د دوی پیاوړي بیټسمینان دا وړتیا لري چې ډېر ستر هدفونه هم ترلاسه کړي.

د دې تر څنګ په لوبغالي کې وریځو او بالرانو ته مناسب پیچ هم د هند لوبډلمشر دهوني د لومړی بالنګ پرېکړې ته وهڅوو.

لکه د تېرو میچونو په څېر په دې میچ کې هم د انګلستان پیل ښه نه و.

یو مهال یې پر ۳۹ منډو ۲ او بیا پر ۱۱۷ منډو ۴ لوبغاړي سوځېدلي وو.

خو د جو رووټ او جوس بټلر تر منځ د ۱۰۸ منډو چټکې ملګرتیا د انګلستان ټیم له ستونزو را بهر کړ.

رووټ په زړه پورې سلیزه پوره کړه او پر ۱۰۸ توپونو یې د دریو شپږیزو او لسو څلوریزو پر مټ ۱۱۳ منډې وکړې.

بټلر ۴۹ منډې او په پای کې بېن سټوکس پر ۲۳ توپونو ۳۳ چټکې منډې جوړې کړې.

انګستان په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۹۴ منډې جوړې کړې چې په دې سیریز کې دا په یو میچ کې د دوی تر ټولو زیاتې منډې وې.

داسې انګېرل کېده چې که څه هم د هند بیټنګ پیاوړی دی خو د انګلستان تکړه او د چاپیریال سره بلد بالران به د دغه لوی هدف په دفاع کې بریالي شی.

او همداسې وشول، هند له پیله له ستونزو سره مخ شو او پر ۴۹ منډو یې ۳ لوبغاړي وسوځېدل.

د هند له خوا امبتي رایډو ۵۳ منډې او رویندرا جدېجه ۸۷ منډې، ډېر مقاومت وکړ خو د هند ټول ټیم په ۴۹ اورونو کې پر ۲۵۳ منډو وسوځېد.

د انګلستان له لوري په بالنګ کې بېن سټوکس ۳ او جېمز انډرسن او معین علي ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

دغه ډول هند د پنځو یو ورځنیو میچونو سیریز ۳-۱ وګاټه.

تر دې وروسته به د هند او انګلستان تر منځ یواځنی شل اووریزه میچ د یکشنبې پر ورځ (سپتمبر ۷مه) د برمنګهم په لوبغالي کې ترسره شي.

ورته مطالب