ټېنس: فيډرر او جوکووېچ ماته وخوړه

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption ي نېشیکوري لومړی جاپانی لوبغاړی دی چې د ټېنس د یو کسیز سیالیو په کومې اتلولي کې پایلوبې ته وتلی

د ټېنس لوبې دوه وتلي ستوري راجر فيډرر او نوواک جوکووېچ د امریکا د ټېنس پرانېستو سیالیو په نیمه پایلوبه کې ماته وخوړه او له لوبو بهر شول.

د سېربیا نوواک جوکووېچ په نیمه پایلوبه کې د جاپان له کي نېشیکوري سره مخامخ و چې نوموړي په دغه لوبه کې جوکووېچ ته په څلورو لړ لوبو کې ۶-۴ ۷-۶ ۷-۴ ۶-۳ ماته ورکړه او پایلوبې ته ولاړ.

کي نېشیکوري لومړی جاپانی لوبغاړی دی چې د ټېنس د یو کسیز سیالیو په کومې اتلولي کې پایلوبې ته وتلی.

نوواک جاکووېچ د ټېنس لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري او کي نېشیکوري بیا د نړۍ لسم نمبر غوره لوبغاړی دی.

په دغه نیمه پایلوبه کې جاکووېچ غوره لوبغاړی ګڼل کېده خو سیال لوبغاړي یې ښه لوبه وکړه او نوموړي ته یې حیرانوونکې ماته ورکړه.

دا د ۲۴ کلن نېشیکوري لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده او اوس به نوموړی په پایلوبه کې د کرويشیا له مارین سېلېک سره د اتلولۍ لپاره بخت ازمایي.

د فيډرر او مارین لوبه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راجر فیډرر د ټېنس لوبې یوازینی لوبغاړی دی چې ۱۷ ځل یې د ټېنس د پرانېستو سیالیو اتلولي ګټلې

په دویمه نیمه پایلوبه کې بیا د کرویشیا مارین سېلېک د سویټزرلېند راجرفیډرر ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ولاړ.

د دغې لوبې پایله هم حیرانوونکې وه ځکه مارین د ټینېس لوبو په درجه بندۍ کې ۱۴م ځای لري او فیډرر د ټېنیس لوبې له پنځو غوره لوبغاړو شمېرل کېږي.

په دغه لوبه کې سېلېک فیډرر ته په دریو پرله پسې لړلوبو کې ۶-۳ ۶-۴ ۶-۴ ماته ورکړه.

راجر فیډرر د ټېنس لوبې یوازینی لوبغاړی دی چې ۱۷ ځل یې د ټېنس د پرانېستو سیالیو اتلولي ګټلې.

ورته مطالب