ایرلنډ سکاټلنډ ته پر ۷ وېکټو ماته ورکړه

Image caption د ایرلنډ له خوا کېوېن اوبراین ۵۶ منډې جوړې کړې.

د ایرلنډ او سکاټلنډ تر منځ د دریو یو ورځنیو میچونو د سیریز په لومړي میچ کې ایرلنډ سکاټلنډ ته پر ۷ وېکټو ماته ورکړه.

کوربه ایرلنډ پچه وګټله او لومړی یې د بالنګ پرېکړه وکړه.

د ایرلنډ له خوا کریګ یانګ د یو ورځنیو لوبو په خپل لومړي میچ کې په زړه پورې بالنګ نندارې ته وړاندې کړ.

یانګ د ۴۶ منډو په بدل کې ۵ لوبغاړي وسوځول او د سکاټلنډ د بيټنګ ملا یې ور ماته کړه.

سکاټلنډ پر ۱۰۱ منډو ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړي و چې د اتمې شمېرې بیټسمین یې مایکل لیسک یو څه مقاومت وکړ.

لیسک تر ټولو ډېرې په ۵۰ توپونو ۵۰ منډې وکړې خو د سکاټلنډ بل هیڅ بیټسمین ښه و نه ځلېد او ټول ټیم یې په ۴۱م اوور کې پر ۱۷۲ منډو وسوځېد.

ایرلنډ ټاکل شوی هدف پر ۳ وېکټو په ۳۷م اوور کې په اسانۍ سره پوره کړ او په سیریز کې یې ۱-۰ ځان مخ ته کړ.

د ایرلنډ له خوا انډي بېل برین ۳۸ او کېوېن اوبراین ۵۶ منډې وکړې. اوبراین د لوبې تر پایه و نه و سوځېد.

د دې سیریز دوهمه لوبه به د سپتمبر پر ۱۰مه (چارشنبه) تر سره شي.

ورته مطالب