د ملي لوبډلې د روزونکي د کرېکټ خوب

Image caption تېر کال اکتوبر کې ملي لوبډلې نړیوال جام سیالیو ته لار ومونده. کابل کې دغه بریا په ډېرې خوشالۍ ولمانځل شوه.

افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره یو بریتانوی، انډي مولز، د روزونکي په توګه ګومارلی دی.

مولز تر ۱۹۹۷ کال پورې د ورویکشایر لوبډلې لپاره د بیټسمین په صفت لوبه کړې او تر دې وړاندې یې د سکاټلنډ او کینیا لوبډلو د روزونکي په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

نوموړی وايي کله چې یې ملګري د تلو په اړه خبر شول نو دوی ترې پوښتنه وکړه: "آیا ته ډاډه یې؟ هلته خو جګړه روانه ده".

خو د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکو ورته ډاډ ورکړ چې طالبان د کرېکټ له لوبې سره ستونزه نه لري او د ده د روزنې کار کې به خنډ را منځ ته نه شي.

تر ۲۰۰۱ کال پورې کرېکټ په افغانستان کې مخینه نه درلوده خو دغه لوبه پاکستان کې د کډوالو له پنډغالو دلته راوړل شوه.

کرېکټ اوس دلته د خلکو منځ کې ډېر شهرت لري او په هر خوشې غولي کې تر سره کېږي.

تېر کال اکتوبر کې چې کینیا ته په ماتې ورکولو سره ملي لوبډلې نړیوال جام سیالیو ته لار ومونده نو کابل کې دغه بریا په ډېرې خوشالۍ ولمانځل شوه او ان د خوښۍ هوايي ډزې هم وشوې.

Image caption افغانستان کې د کرېکټ لوبې لپاره تل په اسانتیاوو سمبال لوبغالو ته اړتیا نه شته!

ډېرو خلکو مخکې له دې چې د خپل هېواد ناندره ييزو ټاکنو کې رايه ورکړي، په تېر نژدې وخت کې يې د کرېکېټ ليګ پايلوبه پر تلویزون وکتله.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نور محمد مراد وايي:

"کرېکټ په افغانستان کې یوازې یو سپورت نه دی، دا تر دې ډېر ارزښت لري".

نوموړي وویل چې ښاغلی مولز څو اوونۍ وړاندې د بیټنګ روزونکي دنده منلې وه خو بیا د کبیر خان له استعفا وروسته د مشر روزونکي دنده ورکړل شوه.

افغان لوبډله لا له وړاندې څو نور نړیوال روزونکي هم لري او ښاغلی مراد د لوبډلې بریا ته لېواله دی.

نوموړی وايي چې ملي لوبډله د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې یوازې د ګډون لپاره نه ځي بلکې د ګټې هوډ لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مولز د خپلې روزنیزې دندې په لومړۍ ورځ له ملي لوبډلې متاثره ښکارېده. هغه اوس شپږ میاشتې وخت لري چې نړیوال جام ته د لوبغاړو ۲۰ کسیزه ډله چمتو کړي. په دغه موده کې به د دوی روزنه تر ډېره په استرالیا او نوي زیلاند کې تر سره شي چې نړیوال جام لوبې هم په همدغو دوو هېوادونو کې کېدونکې دي.

افغانستان اوسمهال د کرېکټ په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۱ مقام لري. خو دوی په تېر کې د بنګله دیش په ګډون ځینې پیاوړې لوبډلې ماتې کړې دي. راتلونکی کال په نړیوال جام کې یې تمه دا ده چې لږ تر لږه د سر په اتو لوبډلو کې ځای پیدا کړي.

ښاغلی مولز په دې اړه حقیقي نظر لري. هغه وايي ښايي ملي لوبډله د اتو مخکښو کتار ته ځان و نه رسوي خو ښه لوبه به نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړي وویل: "که زموږ لوبغاړي په خپل ځان باور ولري، په ښه جذبه لوبه وکړي او که یو دوه سیالې لوبډلې ښه لوبه و نه شي کړای او بخت زموږ په خوا وي نو ښايي په نړیوال جام کې د پام وړ پرمختګ وکړو".

په یو ورځنیو لوبو کې فردي لوبغاړي کولی شي د لوبې پایلې ته په یوازې لاس بدلون ورکړي او د افغانستان په لوبډله کې دوه دغه ډول د نړیوال معیار لوبغاړي، تېز بالر حمید حسن او ال رونډر (بالر او بیټسمین) محمد نبي شته دي.

ښاغلي مولز وویل چې دی د هر لوبغاړي د لوبې پر ذهني، فزیکي او تخنیکي اړخونو کار کوي.

دی وايي: "زما هیله دا ده چې موږ په هره لوبه کې ښه سیالي وکړو او د دې لارې ښايي یو یا دوه پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړو، او څوک څه نه شي ویلی چې په نړیوال جام سیالیو کې به څومره پرمختګ وکړای شو".

ورته مطالب