پر پاکستاني بالر سعید اجمل بندیز ولګول شو

د انځور حقوق Getty
Image caption اجمل کولی شي د خپل بالنګ اکشن له بدلولو وروسته د بیا ځلې څېړنې غوښتنه وکړي.

د پاکستان پر ورو بالر سعید اجمل د ناقانونه بالنګ بڼې (اکشن) له ا مله د کرېکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) له خوا بندیز لګول شوی دی.

تېره میاشت د سریلنکا پر وړاندې د لومړي ټیسټ میچ پر مهال لوبڅارانو داسې راپور ورکړی و چې ښايي د اجمل د بالنګ اکشن ناقانونه وي.

آی سي سي ویلي له څېړنو وروسته دا جوته شوې چې د اجمل اچول شويو ټولو توپونو (د ۱۵ درجې له حد نه سرغړونه کړې ده).

د آی سي سي د قوانینو پر بنسټ یو بالر کولی شي د بالنګ پر مهال یوازې تر ۱۵ درجو پورې خپل لاس نېغ کړي.

آی سي سي د یوې بیانیې په ترڅ کې ویلي:

(یوې خپلواکې څېړنې دا څرګنده کړې چې د پاکستان د ورو بالر سعید اجمل د بالنګ اکشن ناقانونه دی ځکه نو پر ده په سملاسي ډول په نړیوالو کرېکټ لوبو کې د بالنګ بندیز ولګول شو).

دغه څېړنه د آي سي سي له خوا ټاکل شوې یوې ډلې د اګست پر ۲۵مه د استرالیا د برسبین د کرېکټ په ملي مرکز کې ترسره کړه.

اجمل د ۲۰۰۸م کال د جولای په میاشت کې نړیوالې کرېکټ لوبې پیل کړې.

نوموړی کولی شي د خپل بالنګ اکشن له بدلولو وروسته د بیا ځلې څېړنې غوښتنه وکړي.

اجمل اوسمهال د لومړیو یو ورځنیو لوبو په جدول کې د اولې شمېرې بالر دی.

نوموړي په ټیسټ لوبو کې تر اوسه ۱۷۸ وېکټې اخیستې دي.

په روانو کاونټي لوبو کې هم دی د ورسیسټرشایر لوبډلې په استازیتوب تر ټولو ډېرې ۶۳ وېکټې لري.

آی سي سي په دې وروستیو کې ګڼ ورو بالران تر څار لاندې نیولې دي.

په جولای کې د سریلنکا پر سچیترا سینانیکا او د نوي زیلاند پر کین ویلیمسن هم د ورو بالنګ بندیز ولګول شو.

او اوسمهال د زمبابوبې د پراسپر اوټسیا او د بنګله دیش د سهاګ غازي د بالنګ اکشنونه تر څېړنې لاندې دي.

ورته مطالب