کریس کینز به پر درواغو شاهدۍ رسما تورن شي

Image caption کینز ویلي: "زه به هر هغه څه وکړم....چې زما بې ګناهي ثابته کړي".

ټاکل شوې چې د نوي زیلاند پخوانی ال راونډر (بالر او بیټسمین) کریس کینز د ښاري پولیسو له لوري پر درواغو شاهدۍ رسما تورن شي.

نوموړي د دې خبر په ځواب کې ویلي چې هغه به د خپل نوم د سپینولو لپاره مبارزه وکړي.

دغه تور پر کینز د ۲۰۱۲ کال د سپکاوي قضیې چې د هند د کرېکټ د غوره لیګ مشر للیت مودي هم په کې ښکیل و په تړاو لګېدونکی دی.

په دغه قضیه کې کینز پر مودي د سپکاوي تور لګولی و او وروسته یې بیا د محکمې د حکم پر بنسټ د سپکاوي تاوان تر لاسه کړی و.

کینز ویلي: "زه به هر هغه څه وکړم....چې زما بې ګناهي ثابته کړي".

په مې میاشت کې چې کله پر ده د کرېکټ لوبو د جوجاړي ادعاوې وشوې نو ده یې په ځواب کې ویلي وو:

"دغه تورونه بې مانا، عجیب او وېرونکي دي".

محکمې ویلي: "موږ تائیدو چې پولیسو ته مو اجازه ورکړې کریس کینز په رسمي ډول د درواغو شاهدۍ پر سر رسما تورن کړي".

"دغه تور په بریتانیا کې د ۲۰۱۲ کال د مارچ میاشت د سپکاوي د قضیې سره تړاو لري".

په ۲۰۱۲ کال کې د هند د کرېکټ د غوره لیګ د وخت مشر مودي پر خپل ټویټر پاڼه پر کینز د کرېکټ لوبو کې د جوړجاړي ادعا کړې وه.

کینز ته بیا د همدې قضیې په پایله کې نږدې یو نیم لک ډالر تاوان ورکړل شوی و.

څه موده وړاندې پولیسو په لندن کې له کینز نه پوښتنې ګروېږنې کړې وې.

د نوي زیلاند پخواني کپتان کینز د جمعې پر ورځ وویل چې محکمې ورته خبر ورکړ چې دوی نیت لري دی د سپتمبر پر ۲۵مه پر درواغو شاهدۍ رسما تورن کړي.

نوموړي وویل: "واضحه ده چې زه نهیلی یم. خو دا زما لپاره یو فرصت دی چې پر ما چا ادعاوې کړې هغوی په محکمه کې ووینم او خپل نوم سپین کړم".

ورته مطالب