د برېښنايی موټرو فورميولا اي لومړۍ سيالي بېجينک کې شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سپورټ مخکښې سوداګريزې نښې د فورميولا اي ملاتړ کوي

د موټرو يوې نوې سيالۍ اتلولي، چې برېښنايي موټر په کې کارېږي، د چين پلازمېنه بېجينګ کې د سپورټ ځينو سترو سوداګريزو نښو په ملاتړ ترسره شوې ده.

د فورميولا اي موټر په يوه ساعت کې ۲۲۵ کیلومتره ځغلېدی شي، خو موټروانان اړ کېدل چې د بېټرۍ له پای ته رسېدو سره خپل موټر په نيمه لار کې بدل کړي.

په سيالانو کې د الن پروسټ او ايرټن سېنا په ګډون د فومیولا۱ يو شمېر پخوانیو اتلانو زامن هم شامل وو.

د بریتانيا ستر سوداګر ریچارډ برانسن او امريکايي فلم لوبغاړي ليونارډو ډي کاپريو هر يوه يې د يوې موټر ځغاستډلې ملاتړ کاوه.

وروسته له هغه چې نيکولاس پروسټ او نېک هېدفېلډ په ورستۍ چورله کې د مخکې کېدا هڅې پر مهال ټکر شول، د پای ګتونکی لوکاس ډي ګراسي و.

د لندن پای ځغاسته

فورمیولا اي موټر ځغاسته د موټرو سپورټ تنظیموونکې ادارې، اېف ای اې يا د موټرو نړيوال فدارسيون، په ګډون ځينې د اغېز څښتن ملاتړي لري.

د سيالۍ لومړي موسم کې د نړۍ لروبر ښارونو کې لس يو ساعته سيالۍ کېږي، چې د پای موټر ځغاسته به يې د ۲۰۱۵ کال جون کې د لندن پر کړۍ ايزه سړکونو کېږي.

د دې موټر ځغاستې له بېجينګ سیاليو مخکې، مينه والو کولی شوی، چې د خپلې خوښې موټرځغاستونکي ته پر انټرنېټ رايه ورکړي، او دريو تر ټولو مشهورو يې د پنځو ثانيو چټکۍ زياتوالی خپل کړ.