کرېکټ: لاهور لائینز ډولفېنز ته ماته ورکړه

Image caption عمر اکمل په ۴۵ توپونو ۷۳ منډې وکړې

د کرېکت د اتلانو لیګ په سیالیو کې یوازینۍ پاکستانۍ لوبډلې لاهور لائینز د سویلي افریقا لوبډلې ډولفېنز ته په ۱۶ منډو ماته ورکړه.

دغه لوبې په هندوستان کې روانې دي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو لوبډلې په کې ونډه لري.

دا په روانو سیالیو کې د لاهور لائینز لومړۍ بریا ده.

دوی تر دې وړاندې لومړۍ لوبه کولکتې ته بایللې وه او دویمه لوبه یې د باران له امله لغوه شوه.

د لاهور لائینز په بریا کې تر ټولو مهمه ونډه د عمر اکمل وه چې په سخت حالت کې یې د لوبډلې ملا وتړله او ۷۳ منډې یې جوړې کړې.

لاهور لائینز تر پچې ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه پیل کړه خو د لوبې پیل یې ښه نه و.

په لومړیو لسو اورونو کې یې یوازې ۵۸ منډې کړې وې او څلور مهم لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

تر هغې وروسته بیا د عمر اکمل او تنکي لوبغاړي سعد نسیم تر منځ د ۹۰ منډو ملګرتیا وشوه.

سعد نسیم ۴۳ منډې وکړې او وسوځېد او عمر اکمل په ۴۵ توپونو ۷۳ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاته شو.

لاهور لائینز سیالې لوبډلې ته په شلو اورونو کې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

د ډولفېنز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو پر سر یوازې ۱۴۸ منډې وکړې او دغه لوبه یې د ۱۶ منډو په توپیر وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی عمر اکمل وټاکل شو.

ورته مطالب