افغانستان د اسټرالیا نیو ساوت وېلز ته بله ماتې وکړه

د انځور حقوق
Image caption تېره ورځ هم افغان لوبډلې یوه لوبه ګټلې وه، خو تر هغه مخکې یې دوه نورې لوبې بایللې وې.

افغان کریکیټ ملي لوبډلې په استرالیا کې د دوستانه لوبو په ترڅ کې یوې بلې لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.

د لوبې پچه یا ټاس د نیو سوت ویلز New South Wales Second XI

لوبډلې وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغان توپ اچونکي تر پخوا یو څه د استرالیا له پېچونو سره بلد شوي او استرالوي لوبغاړي یې پرې نه ښودل چې ډېرې منډې جوړې کړي.

د نیو سوت ویلز لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۳۲ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۳۳ منډو هدف کېښود.

د افغان توپ اچونکو ترمنځ یمین احمدزی او لوبډل مشر محمد نبي عیسی خیل ښه وځلېدل. یمین د سیالې ډلې څلور او نبي عیسی خیل بیا درې لوبغاړي وسوځول. ګلبدین نایب او سمیع الله شینواري هم یو یو لوبغاړی وسوځواه.

د افغانستان له لوري د منډو جوړولو په برخه کې عثمان غني یو ځل بیا ښه وځلېد او د ۶۱ منډو په جوړولو سره نا سوځېدلی پاتې شو.

نجیب الله ځدراڼ ۴۶، سیمع شینواري ۳۲ او ګلبدین نایب په ۱۲ توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې. چې په دې سره افغان لوبډلې په پنځو ویکټو دغه لوبه وګټله.

تېره ورځ هم افغان لوبډلې یوه لوبه ګټلې وه، خو تر هغه مخکې یې دوه نورې لوبې بایللې وې.

دغه سیالۍ د ۲۰۱۵ کال نړیوالو اتلولیو په درشل کې دوستانه لوبې دي چې په استرالیا او نوي زیلاند کې ترسره کیږي.

ورته مطالب