د اروپا اتلانو لیګ کې نن کومې لوبډلې لوبېږي؟

Image caption ارسنل د خپل ګروپ له یوې پیاوړې لوبډلې ګلتسارې سره مخامخ ده

د اروپا اتلانو لیګ د سیالیو په لړ کې نن (اکتوبر ۱) ۱۶ لوبډلې سره مخامخ دي.

د انګلستان غوره لیګ لوبډلې ارسنل او لېورپول هم نن لوبېږي.

ارسنل د خپل ګروپ له یوې پیاوړې لوبډلې ګلتسارې سره مخامخ ده.

ګلتسارې د اروپا له غښتلو لوبډلو شمېرل کېږي.

یوه اونۍ وړاندې ارسنل خپله لومړۍ لوبه بروسیا ډروټمنډ ته دوه صفر بایللې وه.

دغه لوبه د ګلتساري په کورني لوبغالي کې ترسره کېږي.

د فوټبال لوبې شنونکو په آند فشار به پر ارسنل یو څه ډېر وي ځکه له یوه پلوه دوی خپله لومړۍ لوبه بایللې ده او له بل اړخه له کوره بهر لوبېږي.

د ارسنل ځینې لوبغاړي هم ټپیان دي خو روزونکي ارسنې وېنګر وویل هوډمن دی چې په نننۍ لوبه کې به یې لوبډله بریالۍ شي.

د انګلستان د غوره لیګ بله لوبډله لېورپول د سویس له اېف سي بازېل سره مخامخ ده.

د دوی دواړو تر منځ لومړۍ لوبه ۱-۱ مساوي ختمه شوې وه.

په نننۍ لوبه کې به ماریو بلټالي د لېورپول لپاره مهم وي.

په نورو لوبو کې اټلټیکو مادرید له جووېنټس سره، مالمو له المپیاکوز سره، لودو رزاګ له ریال مادرید سره، زینېټ اېس ټي له موناکو سره، بایر لیورکیون له بېنیفیکا سره، او اندر لشت له بروسیا ډروټمنډ سره لوبې کوي.

ورته مطالب