لامبوزن مایکل فلپس او ۶ میاشتې بندیز

د انځور حقوق Getty
Image caption فلپس د ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۱۲ کاله پورې ۲۲ المپيک مډالونه چې ۱۸ یې سرو زرو وو ګټلي وو

د اولمپیک د لامبو اتل مایکل فلپس د امریکا د لامبو فدراسیون لخوا له دې کبله چې د نشې حالت کې یې موټر چلاوه د شپږو میاشتو لپاره له ټولو سیالیو منع شوی دی.

۲۹ کلن فلپس هغه مهال د پولیسو لخوا ونیول شو چې د بالتیمور مریلند ښار ته نژدې يې یوه ساعت کې د ۱۳۵ کیلومتره چټکۍ سره موټر چلاوه، په داسې حال کې چې په دغه سیمه کې ۷۰ کیلومتره په یوه ساعت کې د موټر چلولو اجازه شته.

دغه پېښه د سپتامبر په۳۰ بېښه شوې.

فلپس، چې د اولمپیک په تاریخ کې یې له ویاړه ډک مډالونه تر لاسه کړي د خپلې کړنې په اړه بښنه غوښتې ده.

نوموړی به راتلونکي کال نړیوالې لوبو نه چې د روسیې په کازان ښار کې به تر سره شي بې برخې وي.

پر نوموړي بندیز د ۲۰۱۵ کال د اپریل میاشتې په شپږمه ختمیږي خو د امریکا د لامبو فدراسیون وايي، نوموړی به د خپل هېواد په استازیتوب د اګست میاشتې د کازان سیالیو لپاره و نه ټاکل شي.

فلپس د ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۱۲ کاله پورې ۲۲ المپيک مډالونه چې ۱۸ یې سرو زرو وو ګټلي وو.

نوموړی د لندن د اولمپیک له سیالیو نه وروسته په کور کښېناست خو په اپریل میاشت کې بیا ځلې د سیالیو ډګر ته ودانګل.

هغه مخکې هم په ۲۰۰۴ کال کې په نشه حالت کې د موټر چلولو له کبله په مریلند ایالت کې تورن پیژندل شوی و.

ورته مطالب