کرېکټ: افغانستان ناردرن ډسټرک ته هم ماته ورکړه

د انځور حقوق
Image caption اصغر ستانکزي پر ۴۷ توپونو د ۶ شپږیزو او یوې څلوریزې پر مټ چټکې ۶۳ منډې وکړې.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه په لوبو کې د نوي زیلاند سیمه ایزې لوبډلې ناردن ډسټرکټ ته له یوې سختې سیالې وروسته پر ۱۶ منډو ماته ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

که څه هم د افغانستان هېڅ لوبغاړي سترې منډې جوړې نه شوې کړای خو د ټیم په ګډه هڅه دوی په ۵۰ اورونو کې د ۶ وېکټو په لاسه ورکولو سره ۲۶۴ منډې جوړې کړې.

تر ټولو ډېرې په کې د اصغر ستانکزي چټکې ۶۳ منډې وې چې ده پر ۴۷ توپونو د ۶ شپږیزو او یوې څلوریزې پر مټ جوړې کړې.

د ستانکزي تر څنګ اوپنر او ځوان لوبغاړي عثمان غني بیا ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۴۴ منډې یې وکړې.

د ناردرن ډسټرکټ له خوا جان بولټ ۳ او ایش سودي ۲ وېکټې تر لاسه کړې.

د ۲۶۵ منډو هدف په تعقیب کې د نوي زیلاند سیمه ایزې لوبډلې پیاوړی پیل درلود او په ۲۸ اورونو کې یې د ۲ وېکټو په لاسه ورکولو سره ۱۰۱ منډې درلودې.

خو تر دې وروسته یې پاتې وېکټې ژر ژر له لاسه ورکړې او په ۵۰ اورونو کې یې پر ۹ وېکټو ۲۴۸ منډې جوړې کړای شوې.

اوپنر بهارت پوپلي پر ۹۵ توپونو ورو ۵۸ او جونو هیکي ۴۴ منډې وکړې.

د افغانستان بالران یو ځل بیا ښه وځلېدل او ټولو په ګډه او بریالیتوب سره د ۲۶۴ منډو دفاع وکړه.

دولت ځدران، محمد نبي او سمیع الله شینواري ټولو دوه دوه وېکټې تر لاسه کړې.

افغانستان به د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام سیالیو خپله لومړۍ لوبه د بنګله دیش د لوبډلې په وړاندې د استرالیا په کانبېرا کې د فبروري پر ۱۸ نېټه وکړي.

ورته مطالب