سټراس: د پیټرسن لانجې کرېکټ ټیم ته تاوان رسولی

Image caption سټراس ویلي پیټرسن د انګلستان یو تر ټولو غوره لوبغاړی دی.

د انګلستان پخواني لوبډلمشر انډریو سټراس ویلي د کېون پیټرسن لانجې او د ده له لوري په ټیم کې د "ځورونې کلتور" ادعاوو لوبډله خپه کړې ده.

پیټرسن، چې سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې د انګلستان له لوبډلې وایستل شو، په خپل ژوند لیک کې پر وېکټ ساتونکي مټ پرایر او پخواني روزونکي انډي فلاور نیوکې کړې دي.

سټراس د (سکای سپورټس) تلویزیوني چینل ته وویل:

"په دې مسله کې کېون پیټرسن قرباني نه دی، نه فلاور او نه پرایر قرباني دي".

"په حقیقت کې قرباني د انګلستان لوبډله ده".

د سټراس په مشرۍ د انګلستان لوبډلې چې پیټرسن هم په کې لوبېده په ۲۰۱۱ کال کې له ۲۴ کالو انتظار وروسته استرالیا ته د اشیز په تاریخي کرېکټ سیالیو کې ماته ورکړه.

خو د دواړو لوبغاړو تر منځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې چې پیټرسن د سویلي افریقا ځینو لوبغاړو ته د سټراس په اړه سپک پیغامونه ولېږل.

سټراس چې اوس پر تلویزون د کرېکټ سیالیو تبصره کونکی دی، له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۲ کلونو پورې د انګلستان د لوبډلې مشري پر غاړه درلوده.

نوموړي په خپل کتاب کې لیکلي وو چې پيټرسن د هغو پیغامونو پر لېږلو له حده سرغړاوی کړی و.

سټراس خپله هم سږ کال د کرېکټ د یوې لوبې په مخامخ تلویزوني خپرونه کې د پیټرسن په اړه یوه سپکه کلمه کارولې وه او بیا یې د دې کار لپاره بښنه وغوښته.

پیټرسن خبریالانو ته ویلي چې دی غواړي له سټراس سره روغه جوړه وکړي.

نوموړي ویلي:

"زه او سټراس ډېر ښه ملګري وو. اوسمهال زموږ اړیکې ښې نه دي خو زما هیله دا ده چې زه سټراس ته غاړه ورکړم او ورته ووایم، سړیه، راځه چې دا هر څه هېر کړو".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پیټرسن خبریالانو ته ویلي چې دی غواړي له سټراس سره روغه جوړه وکړي.

بل خوا سټراس د پیټرسن په اړه ویلي چې دی د انګلستان یو تر ټولو غوره لوبغاړی دی خو له هغو لوبغاړو یې هم دفاع وکړه چې پيټرسن پرې په خپل کتاب کې نیوکې کړې دي.

سټراس وویل: "مټ پرایر د انګلستان د لوبډلې لپاره یو ډېر اغیزناکه لوبغاړی پاتې شوی دی، هم په توپوهنه کې او هم په وېکټ ساتنه کې".

"پرایر په لوبډله کې د هغه کلتور چې موږ غوښتل په ټیم کې دود شي یو ډېر ښه مثال و. نوموړي تل لومړی د لوبډلې په اړه فکر کاوه".

"انډي فلاور یو ډېر ریښتونی سړی دی. په روزنه کې ډېره پیاوړې سابقه لري. هغه ته باید د انګلستان یو تر ټولو غوره روزنکي په نظر وګورو".

د استرالیا پر وړاندې د انګلستان د ۰-۵ شرمونکي اشیز ماتې وروسته پيټرسن ته وویل شو چې دی به نور لوبډلې ته نه غوره کېږي ځکه کرېکټ بورډ غواړي د ټیم بیا رغونه وکړي.

پيټرسن په خپل ژوند لیک کې پرایر یو "ډارونکی او ناوړه" کس او فلاور یو "تریو، سر زوری او بد خویه" کس بللی دی.

ورته مطالب