کرېکټ: پاکستان وروستۍ او ګټلې لوبه هم وبایلله

Image caption اپریدي وویل پاکستان د تل په څېر یو ځل بیا د بالرانو زیار هېڅ کړ او یو اسانه هدف یې تر لاسه نه شو کړای.

د استرالیا او پاکستان تر منځ په عربي متحده اماراتو کې د دریو یو ورځنیو کرېکټ لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه له یوې سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته استرالیا په یوه منډه وګټله.

استرالیا له دغې بریا سره د کرېکټ د نړیوالې درجه بندۍ په جدول کې خپل لومړی مقام وساته.

د لوبې پچه کې بخت له استرالیا سره یاري وکړه او دوی دې ته په پام سره چې د پاکستان بیټنګ پیاوړی نه دی، لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.

له وروستي میچ نه مخکې د پاکستان لوبډلمشر مصباح الحق ویلي و چې دې به په کې نه لوبېږي.

نوموړي د خپلې دغه پرېکړې لامل په وروستیو میچونو کې خپل خراب بیټنګ ښودلې و.

د مصباح په غیاب کې د پاکستان ټیم د مشرۍ مسولیت شاهد اپریدي ته ورکړل شو.

بل خوا استرالیا چې لا له وړاندې یې دغه سیریز ۲-۰ ګټلی و، د خپلو دوو تجربه لرونکو بالرانو، میچل جانسن او نیتن لاین د نه لوبولو او دوی ته د دمې ورکولو پرېکړه وکړه.

په بیټنګ کې استرالیا ته د سر دریو لوبغاړو ښه پیل ورکړ او په ۲۱ اورونو کې یې پر یوې وېکټې ۱۰۲ منډې وکړې.

خو تر دې وروسته پاتې توپوهونکو د پام وړ لوبه و نه کړه او ټول ټیم په ۵۰ اورونو کې د ۹ وېکټو په سر ۲۳۱ منډې جوړې کړای شوې.

تر ټولو ډېر په کې د سټیفن سمیت ۷۷ او د ډېوېد وارنر ۵۶ منډې وې.

په بالنګ کې د پاکستان له خوا سهیل تنویر ۳ او شاهد اپریدي ۲ وېکټې واخیستې.

داسې ښکارېده چې ګواکې استرالیا بیټنک ته په مناسب پیچ نږدې ۴۰-۵۰ منډې کمې جوړې کړې وي.

خو پاکستان د تل په څېر یو ځل بیا د لوبډلمشر اپریدي په وینا "د بالرانو زیار هېڅ کړ" او یو اسانه هدف یې تر لاسه نه شو کړای.

که څه هم د پاکستان توپوهونکو په پیل کې (۱۷ اورونو کې ۸۰ منډې او یوه وېکټه) او منځ کې (۳۲ اورونه ۱۵۰ منډې او ۳ وېکټې) ښه لوبه وکړه خو پای کې ترې لار ورکه شوه.

د لوبې پای ته نږدې چې پر دواړو لوبډلو ډېر فشار و، استرالیا خورا ارامه او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

په وروستي اوور کې ګټې لپاره پاکستان یوازې دوو منډو ته اړتیا درلوده او لا یې دوه لوبغاړي پاتې وو.

خو ګلین میکسویل، د اسټرالیا ال راونډر مېډن اوور وکړ (یوه منډه یې هم ور نه کړه) او د پاکستان پاتې دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.

دغه راز، استرالیا دغه لوبه د یوې منډې په توپیر او د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله.

له لوبې وروسته، د پاکستان کپتان اپریدي خپله نهیلي څرګنده کړه او ویې ویل چې اماراتو کې زموږ لوبغاړي ښه لوبه و نه کړي نو استرالیا او نوي زیلاند کې د نړیوال جام سیالیو پر مهال ترې ډېره تمه نه شو کولی.

ورته مطالب