د سپورت د نړۍ لس تر ټولو غوره ږیرې

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ږیرې پرېښودلو فیشن زور نیولی.

دلته تاسو ته د سپورت د نړۍ د لسو غوره ږیرو مالومات درکوو.

ویلیم ګلبرټ

د انځور حقوق BBC World Service

له مړینې یې نږدې ۱۰۰ کاله وروسته هم نوموړی یو تر ټولو مشهور د کرېکټ لوبغاړی دی.

ویلیم ګلبرټ په خپل وخت کې د انګلستان تر ټولو ستر سپورتي اتل و چې د خپل هېواد د کرېکټ د ملي ټیم او د ځايي ګلوسټرشایر لوبډلې مشري یې پر غاړه درلوده.

د لوبې په خپلې ۴۳ کلنې دورې کې ده په کورنیو لوبو کې ۵۴،۸۹۶ منډې کړې، ۱۲۶ سلیزې او ۲،۸۷۶ وېکټې هم لري.

ږیرې یې ورسره مرسته کوله چې خلک یې سملاسي وپېژني.

هاشم امله

د انځور حقوق BBC World Service

نوموړی سږ کال د سوېلي افریقا د ټیسټ کرېکټ ټیم لوبډلمشر وټاکل شو.

دغه پیاوړی توپوهونکی د هندي نسل لومړی لوبغاړی دی چې د سوېلي افریقا په لوبډله کې ځای پیدا کوي.

اوسمهال په ټیسټ کرېکټ کې د بیټنګ ۵۱،۳۲ اوسط غښتلی ریکارډ لري.

اډم کلیبرګر

د انځور حقوق BBC World Service

د کاناډا د رګبي ۳۰ کلن لوبغاړي کلیبرګر د رګبي د ۲۰۱۱ کال د نړیوال جام سیالیو پر مهال دغه په زړه پورې ږیره پرېښودلې وه.

داسې ښکاري چې دغې ږیرې پر کلیبرګر مثبت اغېز درلود ځکه نوموړي د ټونګا لوبډلې پر وړاندې د خپل هېواد په لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه.

ټېم هاورډ

د انځور حقوق BBC World Service

د اېورټن فوټبال کلب ۳۵ کلن ګول ساتونکی د نړیوال جام په یوه لوبه کې د ګول ساتلو ریکارډ مات کړ.

نوموړي د امریکا په استازیتوب د بلجیم هېواد پر وړاندې په لوبه کې پر خپل ګول د شوو ۱۶ بریدونو دفاع وکړه.

له لوبې وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما نوموړي ته د مبارکۍ ویلو لپاره زنګ وواهه.

ښاغلي اوباما ورته ویلي وو:

"ټېم، زه نه پوهېږم چې ته کله وطن ته راستنېږې نو د خلکو له بیروبار نه به ځان څنګه ساتې".

"زه فکر کوم ته باید خپله ږیره وخریې چې خلک دې و نه پېژني".

برېټ کیسل

د انځور حقوق BBC World Service

د امریکا د فوټبال لوبغاړي برېټ کیسل ږیره هغه مهال مشهوره شوه چې نوموړي د ماشومانو د یوه روغتون لپاره د ۴۰ زره امریکايي ډالرو چندې د را ټولولو په موخه وخرېیله.

سکرېټس

د انځور حقوق BBC World Service

سکرېټس د برازیل د فوټبال مشهور لوبغاړی دی چې د ۱۹۸۲ او ۱۹۸۶ د نړیوال جام په سیالیو کې یې خپله وړتیا ثابته کړه او په ۶۰ لوبو کې یې ۲۲ ګولونه وکړل.

هغه وروسته د سیاست میدان ته ور ودانګل. نوموړي ته فېډل کاسټرو او چي ګوارا، چې دوی هم ږیرې درلودې، د اتلانو حیثیت درلود.

سېباسټین چبل

د انځور حقوق BBC World Service

د دغه فرانسوي رګبي لوبغاړي ږیره او اوږده وېښتان د نوموړي د شهرت لامل شول.

داسې ښکاري چې د نوموړي ږیرې او ظاهره څېرې ډېر لوبغاړي وېرولي وو.

چپل د خپل هېواد په استازیتوب ۶۱ لوبې وکړې او د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کال په نړیوال جام سیالیو کې یې هم ګډون درلود.

براین ویلسن

د انځور حقوق BBC World Service

د امریکا د لاس اینجلس د بیسبال لوبغاړی براین د خپل ځلند شخصیت لپاره شهرت لري.

داسې راپورونه شته چې په ۲۰۱۳ کال کې د نیو یارک ینکیز لوبډلې په دې دلیل په خپل ټیم کې و نه لوباوه چې نوموړي د دوی د ږیرې خرېیلو خبره و نه منله.

رای کین

د انځور حقوق BBC World Service

د مانچیسټر د فوټبال کلب پخوانی کپتان او د اسټن وېلا د کلب او ایرلنډ لوبډلې اوسنی مرستیال روزونکي رای کین ږیرې هم ډېر شهرت موندلی و خو...

د انځور حقوق BBC World Service

په خواشینۍ سره! ږیره یې لاړه، کین د جبرالټر لوبډلې پر وړاندې د ایرلنډ له میچ نه مخکې د خپل مخ له وېښتو سره مخه ښه وکړه.

ورته مطالب