فوټبال: علي رضا د نړیوالو سیالیو د سنبالښت غړی شو

د انځور حقوق AFP

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال سید علي رضا اقازاده د ۲۰ کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالیو د سنبالښت د جرګګۍ غړی ټاکل شوی دی.

ښاغلي اقازاده بي بي سي ته ویلي دي، نوې دنده به دا توان وروبښي چې په نړیواله کچه د فوټبال په اړه کیدونکو پریکړو کې برخه ولري او په دغه برخه کې د افغانستان د حقونو دفاع وکړي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د نورو لوبو په څېر د فوټبال په ډګرونو کې هم پام وړ پرمختګ کړی دی.

په همدې ترڅ کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال سیدعلي رضا اقازاده د ۲۰ کلنو ځوانانو د فوټبال نړیوال جام سیالیو د سنبالښت د جرګګۍ غړی ټاکل شوی دی چې دا لوبې د ۲۰۱۵ میلادي کال له می میاشتې د جون تر شلمې په نوي زیلاند کې تر سره شي.

په پام کې ده چې په سیالیو کې به ۳۲ لوبډلې برخه واخلي.

ښاغلي اقازاده د خپلې دندې د ارزښت په اړه وویل، چې اوس افغانستان د فوټبال پر اړه کیدونکو نړیوالو پریکړو کې هم برخه لري:

"له لویو لاس ته راوړنو او ګټو یوه داده، چې افغانستان وکړای شول، چې په نړیواله کچه د فوټبال د پریکړو کولو په برخه کې استازی ولري، دا لویه خبره ده. دویمه دا چې نه یوازې په نړیوال جام بلکې په بیلو ناستو کې به د افغانستان د فوټبال حقونو دفاع کیږي. همدا راز د افغانستان لوبیزې اړیکي به پراخې شي او د دغه هیواد د فوټبال پرمختیا ته به زمینې برابرې شي"

ښاغلی اقازاده به اوس په ناستو کې د ګډون لپاره د فیفا عمومي مرکز او د جام کوربه هیواد ته سفرونه کوي.

خو نوموړی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د ۲۰ کلنو لوبغاړو د فوټبال د کوم نړیوال جام د سنبالښت د کمېټې غړی ټاکل شوی، افغانستان په کې ونډه نه لري.

هغه لوبې چې دغه جام ته د لارموندنې په موخه سږکال په اردن کې شوې وې افغان لوبډلې خپله یوه لوبه ګټلې وه او دوه یې بایللې وې، چې پر دې بنسټ يې جام ته لاره پیدا نه کړه.

ورته مطالب